لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي، سعودي عرب سره یې د تيلو د 1.2 اربه ډالرو لوظنامه کړې


د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، پاکستان په درېمه فرورۍ د سعودي عرب د پرمختيايي فنډ سره يو تړون لاسليک کړی، د کوم لاندې به پاکستان د سعودي عرب څخه د يو ارب او شل کروړه ډالرو تېل د يو کال پورې پيسو وروسته ورکولو په سر ترلاسه کولی شي.

پاکستان وايي د تيلو ترلاسه کولو دغه تړون سره به د تيلو مصنوعات په باثباته توګه ورکړه يقيني کول د پاکستان د اقتصاد پیاوړي کولو کې مرستندويه وګرځي.

ويل شوي، پاکستان د سعودي عرب سره د مانسهرې د اوبو د سکيم دپاره د 41 ميلينه ډالرو ورکولو تړون هم لاسليک کړی دی، د لاسليک په دستورو کې وزيراعظم شهباز شریف ګډون کړی دی.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه، شهباز شريف د تيل په راغوښتو کې په مالي رعايت د لاسليک کېدو هرکلی کړی چې پاکستان به یې يو کال وروسته پيسې ورکوي.

خبر کې ويل شوي، د خېبرپښتونخوا د مانسهرې دپاره چې د اوبو د کومې پروژې تړون شوی، له دغې به د علاقې 150,000 ځايي خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسي او د 2040م پورې به د دوه لکو کسانو دپاره د اوبو طلب پوره شي.

پاکستان زياتره تېل د سعودي عرب څخه راغواړي، او د بهر څخه راغوښتونکو توکيو کې زياته خرچه هم په تيلو راځي.

ويل شوي، د تيلو پيسې وروسته کولو دپاره د سعودي عرب دغه رعايت، اسلام اباد ته د مارچ په مياشت کې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) د اووه اربه ډالرو د پور د پروګرام د لومړي جاج څخه وړاندې د خپلې زر مبادله سېوا کولو په لړ کې مرستندويه ګرځېدی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG