لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پوځ مشر ته خط، "د ولس او پوځ ترمنځ فاصلې او د پوځ بدنامي دې راکمه کړل شي"


په جېل کې بندي د پاکستان پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د پوځ مشر ته ويلي، "د اسټبلشمنټ د پالیسيانو په وجه د پوځ او ولس ترمنځ فاصلې ورځ تر بلې سېوا کيږي".

عمران خان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ته پرانستی خط ليکلی او په ټولنيزو رسنيو یې خپور کړی دی.

هغه په خط کې ويلي، "پوځ د پاکستان دپاره قربانۍ ورکوي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د کاميابي دپاره ضروري ده چې قوم د پوځ په شا ولاړ وي خو افسوس چې د اسټبلشمنټ د پاليسيانو په وجه د پوځ او ولس ترمنځ فاصلې ورځ تر بلې سېوا کيږي".

عمران خان ويلي، "د دې ځينې بنيادي علتونه دي، هغو ته په کتو، اسټبلشمنټ دې خپلو پاليسيانو ته بيا کتنه وکړي، چې د ولس او پوځ ترمنځ فاصلې او د پوځ بدنامي راکمه کړل شي".

د پاکستان پوځ د عمران خان خط ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

خو د وزيرعظم شهباز شريف سياسي سلاکار رانا ثناالله ويلي، د عمران خان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په نوم د خط مقصد پوځ او ولس کې فرق جوړول يا د پوځ او مشرتابه ترمنځ یې غلط فهميانې پيدا کول دي.

د جيو ټي وي پروګرام کې نوموړي ويلي، د جېل څخه خط څنګه ليکلی شي؟ دا د کوم ځای څخه راځي؟ که عمران خان سياسي مبارزه کوي نو پارلیمان کې دې وکړي.

عمران خان په خط کې د کال 2024م په انتخاباتو کې د درغلۍ، او په استخباراتي ادارو د درغلۍ دپاره د سياسي اينجينيرنګ تور لګولی دی.

نوموړي د 26م اييني بدلون د لارې د عدليې قابو کولو، د پيکا قانون د لارې په ټولنيزو رسنيو او انټرنېټ د قدغن، پي ټي آی باندې د رياستي ترهګرۍ کولو، د ملکي اقتصاد بد حال، او د سياسي انتقام د لارې د پي ټي آی چقولو يادونې کړي دي.

پخواني وزيراعظم ویلي، "د پوځ او ولس ترمنځ فاصله په يو صورت کې کمېدی شي، او هغه دا چې پوځ خپلو اييني حدودو ته بيرته لاړ شي، د سياست څخه ځان جلا کړي، خپلې ټاکلې زمه وارۍ پوره کړي".

پاکستان کې تل په پوځ په سياست کې د لاسوهنې، حکومتونو جوړولو او غورځولو تورونه لګېدلي دي.

د پاکستان مخکيني پوځي مشر جنرل (ر) قمر جاوېد باجوه د ريټايرډ کېدو نه څو ورځې وړاندې ويلي وو، پوځ د 70 کالو راهسې په سیاست کې لاسوهنه کړې خو پوځ نوره فيصله کړې چې په راتلونکي کې به په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

د عمران خان لخوا د پوځ مشر ته په خط ليکلو په ټولنيزو رسنيو هم بحث شورو شوی دی.

پاکستانۍ خبريالې عاصمه شېرازي ويلي، "غږ بدل شو، لهجه بدله شوه، الفاظ بدل شو".

د پير عدنان بودلا په نوم تن ويلي، "عمران خان په خط کې د پوځ مشر ته د اېن ار او خواست کړی دی او ويلي یې دي چې زه درسره خبرې کول غواړم".

عمران خان د پوځ د مشر په نوم دا خط په داسې وخت کې ليکلی، چې په وروستیو کې د پي ټي آی او حکومت ترمنځ مذاکرات پيل شوي خو د څو ليدنو وروسته دغه لړۍ بې د کومې نتيجې ختمه شوې ده.

پي ټي آی حکومت ته په وړاندې کړو غوښتنو کې د نهمې مې 2023م او تېر کال د 26م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ويلي او د پي ټي آی د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

خو د عمران خان په خط کې د نهمې مې يا تېر کال نومبر د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG