لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر چين ته په سفر روان شوی، څيړونکي دا سفر څومره مهم بولي؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمخه صدر آصف علي زرداري به د خپل سفر دوران په بيجنګ کې د چين صدر شي جن پنګ، وزير اعظم لي چيانګ او د نورو چينايي مشرانو سره ويني.

کارپوهان دا دوره د امریکا او چين ترمنځ د تجارتي جنګ او په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ته د ورپېښ امنیتي چېلنج په تناظر کې خورا مهمه بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ترمخه صدر آصف علي زرداري به د اعلا چينايي مشرانو سره په ليدنو کې د اقتصادي او تجارتي اړيکو ترڅنګ د ترهګرۍ د مخنیوي او امنيتي همکارۍ، چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ او په مستقبل کې د رابطو په حقله اړونده ګامونو او د پاکستان او چين د تعلقاتو مکمل جاج اخستل کیږي.

د پاکستان صدر آصف علي زرداري په داسې وخت کې د چين دوره کوي چې بيجينګ په دې وروستيو کې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو باندې د کار کونکو چينايانو د امنيت په اړه سختې اندېښنې ښودلي دي.

د پاکستان او چين د اړيکو ارزونکي وايي امنيت د سي پېک منصوبې پروړاندې لوی چېلنج دی او پاکستان به چين ته دا پېغام ضرور ورکوي چې د چينايانو امنیت یې لومړۍ ترجيح ده.

د پاکستان او چين د تعلقاتو ماهر اسدالله خان وايي، "د سي پېک دا دوېم پړاو په اصل کې د هغې د عملي کولو پړاو دی، له دې مخکې پړاو یې د تيارۍ پړاو وو، اصل مرحله اوس راغلې ده چې عملي نفاذ به یې کېږي او دې وخت کې ترهګر څه ورانی کوي، نو هغه قابو کول د پاکستان د رياست ذمه وارى ده، ځکه د دې نه علاوه پاکستان سره بله لار نشته".

د برتانيې ورځپاڼې دي ګارډین په دې وروستو کې په يو رپورټ کې ويلي وو، په اسلام اباد کې د چين د سياسي چارو سکرټري وانګ شينګجي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک پروړاندې د پرتو خطرونو په اړه غېر معمولي سختې نیوکې کړي او د سي پېک د راتلونکي په اړه يې اندېښنې څرګندې کړې وې خو پاکستان او چين دواړو دغه خبر ناسم بللی وو.

تېر کال ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې نېکټا ويلي وو، پاکستان کې د کال 2021 راهیسې د ترهګرۍ په 14 حملو کې 20 چينايي وګړي وژل شوي وو.

چين په کال 2014 کې د سي پېک لاندې په پاکستان کې د 60 اربه ډالرو په لګښت د توانايۍ او اډانې په منصوبو کې د چينايي کمپنیو د پانګونو اعلان کړی وو او تېرد دې منصوبې 11 کاله مکمل شوي وو.

د چينايي مطبوعاتو ترمخه د سي پېک منصوبې په لومړي پړاو کې دواړو هېوادونو په ګډه د 25 اربو ډالرو په لګښت 38 منصوبو باندې کار مکمل کړی دی.

د اقتصادي او تجارتي چارو ماهرين چين ته د پاکستان د صدر آصف علي زرداري د سفر وخت مهم بولي او وايي دا دوره په داسې حال کې کېږي چې د چين او امريکا ترمنځ تجارتي جنګ پېل شوې او د سي پېک منصوبه دوېم پړاو ته اوړي.

د اقتصادي او تجارتي چارو کارپوه ډاکټر خالد وليد وايي، "په دې پوهېدل مهم دي چې ايا دا دواړه څيزونه يو بل سره تړلي دي، واقعي دا د يو بل سره تړلي دي، د امريکې لخوا چې په چين کومه ماليه لګېدلې ده نو کتل به وي چې چين څنګه جنوب مشرقي او د سويلي اېشيا په مارکيټ کې ځاې جوړوي، زموږ سره د تېرو وختونو مثالونه ښيي چې کله هم په چينايي صادراتو ټېکسونه لګېدلي نه چين همېشه جنوب مشرقي او سوېلي اېشيا د مارکيټونو مخه کړې ده او اوس به کتل وي چې پاکستان دا موقع څنګه د يو عمل انګيز په توګه اخلي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ويل شوي چې دواړو خواوې به د نړيوال او سيمه ييز جغرافيايي منظر نامې او په ګڼ اړخيزه فورمونو باندې په دوه اړخیزه همکارۍ هم خبرې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG