لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غربي غاړې کې په پوځي چوکۍ برید کې دوه اسرایلي عسکر وژل شوي اته نور زخمیان


تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي وو چې یوه وسله وال د غربي غاړې د تیاسر په کلي کې په یوه پوسته کې پر پوځیانو ډزې کړې وې. چې د پوځيانو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى ووژل شو.
تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي وو چې یوه وسله وال د غربي غاړې د تیاسر په کلي کې په یوه پوسته کې پر پوځیانو ډزې کړې وې. چې د پوځيانو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى ووژل شو.

د اسرایل پوځ ویلي دي د نهې، سه شنبې په سهار په غربي غاړه کې پر یوې پوځي پوستې یا چوکۍ د ډزو په نتیجه کې دوه عسکر وژل شوي او اته نور زخمیان شوي دي. پوځ ویلي په جوابي عملیاتو کې حمله کوونکی هم وژل شوی دی.


تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي وو چې یوه وسله وال د غربي غاړې د تیاسر په کلي کې په یوه پوسته کې پر پوځیانو ډزې کړې وې. چې د پوځيانو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى ووژل شو.

د اسرایل پوځ د تېرو دوو اونیو راهیسې جنین ښار ته نزدې پراخ عملیات ترسره کوي، چې د دوی په خبره په دغه ښار کې د وسله والو د فعالیتونو مخه نیول دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې د اسرایل د عملیاتو له پیل راهیسې لږ تر لږه 20 فلسطینیان وژل شوي دي.


د 2023م کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس لخوا پر اسرایل د برید وروسته، په غربي غاړه کې هم تشدد زیات شوی دی.

د اسرایل او حماس جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې له ناڅاپي برید سره پیل شوه چې پکې وسلوالو 1,200 کسان ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل.

د حماس د کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت وایي، په غزه کې د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 47,000 ډېر کسان وژل شوي دي، چې وایي نیمایي پکې ښځې او ماشومان دي خو د ملکي وګړو او جنګیالیو جلا شمېر یې نه دی څرګند کړی.

اسرایل دعوه لري چې د جګړې په مهال یې 15 زره وسله وال وژلي دي خو اسرایل په دې اړوند هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی .

حماس ټول شاوخوا 250 کسان یرغمل کړي وو چې 105 د 2023م کال د نومبر د ډزبندۍ په مهال خوشي شول او په اوسنۍ ډزبندۍ کې هم تر اوسه 18 یرغمل خوشي شوي دي، خو څو درځنه کسان لا هم د حماس په ولکه کې دي چې ګومان کېږي مړه او ژوندي دواړه پکې شامل دي.

که څه هم د حماس وسلوالو تر اوسه پورې له اسرایله د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې 18 یرغمل کسان خوشي کړي دي، د ډزبندۍ د دویم پړاو په اړه لا هم ستونځمنې خبرې اترې روانې دي.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

بلخوا د ترکیې د سرکاري خبري اېجنسۍ انادولو ویلي انقره به هغه 15 فلسطیني بندیان ومني چې د حماس او اسرایل ترمنځ د ډزبندۍ د مخې به ازاد او ملک بدر کولی شي.


د ترکیې خبري ایجنسۍ د نهې، سه شنبې په ورځ وویل چې د ترکیې استخباراتي اداری ایم ای ټي (MIT) د مصر نه د 15 فلسطینیانو د راتګ دپاره انتظامات کوي.

یادونه:- د رپورټ معلومات د اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG