لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: جوډيشل کمېشن د سپریم کورټ شپږو نوو ججانو ټاکنې منظوري ورکړې

د پاکستان سپريم کورټ د جوډيشل کمېشن غونډه کې د سپريم کورټ د شپږو ججانو د ټاکنې منظوري ورکړې ده، او د اسلام اباد هايکورټ يو جج میا ګل حسن اورنګزېب د سپريم کورټ عارضي جج جوړ کړل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، د سپريم کورټ د چیف جسټس يحيا اپريدي په مشرۍ د جوډيشل کمېشن غونډه شوې، د اتوو نوو ججانو په سپريم کورټ کې ټاکنه او پينځه هايي کورټ عدالتونو کې د پينځو، پينځو ججانو په نومونو غور شوی دی.

جوډيشل کمېشن جسټس عامر فاروق، د سيند هايکورټ چيف جسټس شفيع صديقي، د پېښور هايکورټ چيف جسټس اشتياق ابراهيم او د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس هاشم کاکړ د سپريم کورټ ججان ټاکلو منظوري ورکړل شوې ده.

د دې ترڅنګ د سيند هايکورټ جج صلاح الدين پهنور او پېښور هايکورټ جسټس شکیل احمد هم د سپريم کورټ ججان ټاکل شوي دي.

غونډه کې د لاهور کورټ د ججانو ټاکنه ځنډول شوې ده.

د پاکستان سپريم کورټ سينير ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس منيب اختر د جوډیشل کمېشن د غونډې نه بايکاټ کړی، بېرسټر علي ظفر او بېرسټر ګوهر هم په غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د جوډيشل کمېشن او پاکستان تحریک انصاف سېنېټر بېرسټر علي ظفر د اتوار په ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس ته په خط کې د ګل د ورځې د غونډې ځنډولو خواست کړی وو.

د ججانو د ټاکنې په سره د وکيلانو تنظیونو ترمنځ اختلافات شتون لري، ځينو د ججانو د ټاکنې ضد اسلام اباد کې احتجاج هم کړی دی.

پرون د وکيلانو د احتجاج او ډي چوک ته د تلو په وخت د پوليسو سره د نښتو خبرونه هم مخې ته راغلي او بيا د څو ساعتونو د احتجاج وروسته وکيلان د ډي چوک څخه خواره شوي دي.

له دغې وړاندې د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او پاکستان د وکيلانو ټولو اتحاديو په ګډه اعلاميه کې د جوډیشل کمېشن د غونډې ضد کاربنديز رد کړی وو.

Forum

XS
SM
MD
LG