لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جېنیوا کنفرانس پایلې: د بلینونو ډالرو مرستو په اړه امیدونه او فکرمندۍ


په جېنیوا کنفرانس کې د نړېوالو لخوا افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو دپاره د څه باندې دیارلس (۱۳) بلینه ډالرو مرستې د اعلان نه پس، دغو مالي مرستو ته افغانان خوشحاله دي خو دا اندېښنه هم ورسره شته چې دا مرستې به څومره په ګټورو لارو ولګول شي او هسې نه چې د غبن ښکار وګرځي.

همدا راز دا ځل ځینو ملکونو، لکه امریکا، خپلو مرستو ته شرطونه هم کېښودلي دي. امریکا د ۲۰۲۱ کال دپاره، افغانستان سره د شپږ سوه (۶۰۰) میلینه ډالرو مرستې ژمنه وکړه، چې په دې کې درې سوه (۳۰۰) میلینه ډالره به یې په دې شرط تړلي وي چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ولیدل شي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي چې یوازې د آینده کال (۲۰۲۱) دپاره، مرستندویه ډلو او هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې درې بلینه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان د جینوا کنفرانس د افغانستان لپاره حیاتي بولي او وایي چې دغه پیسې باید په منظم ډول او معیاري پروژو ولګول شي.

د جېنیوا کنفرانس کې، چې د ګل/دوشنبې او نهې/سې شنبې په ورځو ترسره شو، دا ځل نړېوالو د سولې او امن په قایمېدو، په افغانستان کې د تشدد په کمېدو او ډزبندۍ، د ښځو په حقونو، او د فساد یا کرپشن سره په مبارزې باندې ټینګار وکړ.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو په دې کنفرانس کې وویل چې د افغانستان سره د نړېوالې ټولنې مرستې به په "اقتصادي اصلاحاتو، له فساد/کرپشن او مخدره موادو سره په مبارزې، د بشري حقونو او د مذهبي آزادیو په پام کې ساتلو" پورې تړلې یا مشروط وي.

په داسې حال کې چې افغانستان د جېنيوا کنفرانس یوه کامیابه ناسته بللې او ویلي یې دي چې دا د نړېوالو سخاوتمندانه مرستې دي، خو بل اړخ ته د سولې بهیر په اړه افغان حکومت کوم هیله بخښونکی خبر نلري.

په دوحه کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي او دا چې په دې وروستیو کې ویل کېده دواړه لوري د مذاکراتو په اېجنډا او طریقه کار باندې متفق شوي، دا خبره هم د افغانستان حکومت رد کړې ده.

د صدر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د شورو/چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوحه کې د افغانستان د جمهوریت او مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې د خبرو د کړنلارې ستونزه لا پرځای پاته ده او د حل کومه لارې باندې اتفاق ندی شوی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "په مذاکراتو کې کوم ځانګړی پرمختګ نشته، طالبان اوس هم بېلابېلې پلمې او وړاندیزونه لري چې زموږ د ملي ګټو، اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو پر خلاف دي، موږ صلاحیت نه لرو چې دا ډول غوښتنې ومنو."

په ورته وخت کې په افغانستان کې تشدد بیا هم سېوا شوی او د کابل او کندهار په شمول، یو شمېر ولایتونو کې بیا هم چاودنې او جګړې شوي چې له امله یې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG