لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آذربایجان او ارمېنیا جګړه تېزه شوې – آذربایجان د یو ښار د نیولو دعوه کوي


د آذربایجان صدر الهام علی یُف وایي ځواکونو یې د نګورنو-قره باغ دویم ستر ښار، شوشي نیولی دی. بل اړخ ته د ارمېنیا چارواکي بیا دا خبره نه مني، خو دا یې منلې چې د دغه ښار شاوخوا جګړه روانه ده.

شوشي (چې په آذري کې ورته سوسا وایي)، د یوې غونډۍ په سر جوړ شوی ښار دی چې د نګورنو-قره باغ د اصلي لوی ښار، ستېپانه کرت نه بره پروت دی. په سوشل مېډیا کې داسې ويډیوګانې مخې ته راغلي چې پکې د ګاډو قطارونه، د نوامبر په اتمه، د ستېپانه کرت ښار نه د وتلو په حال کې لیدل کیږي. خو دا په کره توګه نده معلومه چې د ښار نه د وتونکو وګړو شمېر به څومره وي.

د صدر علي یُف د اعلان نه پس، د آذربایجان په سرښار باکو کې خلک ډلې ډلې راغونډ شول او په خوشحالۍ سره یې بېرغونه رپول، د ګاډو هارنونه یې غږول، او نارې یې وهلې.

په همدې ورځ، د ارمېنیا د دفاع وزارت استازي آرتسرون هافهانیسیان په خپل فیسبوک کې ولیکل چې «په شوشي کې جنګونه دوام لري، پاته شئ او په خپلو عسکرو باندې یقین وساتئ.» تر دې وړاندې، ارمېنیا ویلي و چې دې ښار ته نږدې «سخته جگړه» روانه ده.

شوشي په هغې لارې پروت دی چې لوی ښار ستېپانه کرت د ارمېنیا له خاورې سره نښلوي، او ارمېنیا په سیمه کې د هغو جدایي غوښتونکو مرسته او ملاتړ کوي کوم چې د نګورنو- قره باغ د آزادۍ دپاره جنګیږي.

د اذربایجان صدر الهام علي یُف په داسې وخت کې د شوشي ښار د نیول کېدو دعوه کړې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې، د روس صدر ولادیمیر پوټین له خپلو ترکي او فرانسیسي سیالانو سره د نګورنو-قره باغ په اړه خبرې کړې وې.

َښار ته څېرمه په ځنګلونو هم توپونه لګېدلي او ځنګلونو اور اخېستی دی
َښار ته څېرمه په ځنګلونو هم توپونه لګېدلي او ځنګلونو اور اخېستی دی

د روس حکومت ویلي، پوټین د نوامبر په اوومه، د فرانس له صدر اېمانوېل مېکرون سره په ټلیفوني خبرو کې، په سیمه کې د ارمني نسله ډلو او د آذربایجاني عسکرو ترمنځ د سختو وسله واله جګړو، او په هغه جګړو کې بیا د شام او لیبیا نه د راغلو جنګیالیو د برخه درلودو په اړه سنجیده فکرمندي څرګنده کړه.

دواړو مشرانو ویلي چې هغوی به د منځګړېتوب دپاره کوششونه جاري وساتي.

د هغه نه پس، روس صدر ولادیمیر پوټین د ترکي له صدر رجب طیب اردوان سره هم وغږېد. د ترکي د حکومت وینا ده چې اردوان په دې خبرو کې صدر پوټین ته ویلي چې ارمېنیا ته په کار ده د آذربایجان له خاورې ووځي او مذاکراتو ته حاضر شي.

نګورنو-قره باغ د آذربایجان او ارمېنیا ترمنځ پرته سیمه ده چې آذربایجان یې د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، لیکن په ۱۹۹۰ کلونو کې نګورنو-قره باغ ځان ته آزادي اعلانه کړه او بیا آذربایجان سره په شخړه کې شول، چې ترڅنګ هېواد، ارمېنیا د دغو آزادي غوښتونکو ملاتړ وکړ. دا جګړه همیشه نه وه روانه، خو په تېر ستمبر میاشت کې یوځل بیا توده شوه.

په قریب شپږو هفتو کې د دې جګړې له امله کم از کم زر (۱۰۰۰) تنه او یا هم تر دې زیات، وژل شوي دي. څو ځله دا کوشش شوی چې ډزبندي وشي، خو دا کوششونه ناکام پاته شوي دي.

په ترکي باندې دا تور دی چې د آذربایجان د مرستې دپاره، برته شوي وسله وال نګورنو قره باغ ته لیږي. څېړونکي وایي چې ترکي غواړي د نګورنو قره باغ په معامله باندې مذاکراتو کې انقرې ته هم یوه کرسۍ ورکړی شي، حال دا چې په دې اړه مذاکراتو کې تر اوسه د روس کردار زیات دی.

ارمېنیا بیا د مرستې اخیستو دپاره خپل پخواني ملګري، روس ته مخه کړې ده. ارمېنیا د روس په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون تنظیم غړی دی چې هغه یو پوځي اتحاد ګڼل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG