لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آسټرالیا: چین دې د هغه ټویټ په اړه معافي وغواړي چې د افغانستان په اړه یې کړی


د آسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن
د آسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن

د آسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن د چین له حکومت نه غوښتي چې د یو چینایي چارواکي په سرکاري ټویټر باندې خپور شوی د افغانستان جګړې د جنګي جرمونو په اړه "کرکجن" ټویټ بېرته ډیلیټ (ړنګ) کړي او د آسټرالیا نه دې معافي وغواړي.

په هغه ټویټ کې یو تصویر چې جعلکاري پکې شوې ده، یو آسټرالیایی عسکر ښيي چې یو ماشوم په چاړه وژني. دا ټویټ پس له هغه د چین په یو سرکاري ټویټرپاڼې خپور شو چې تېره هفته آسټرالیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د ناوړه چلند په اړه یو رپوټ جاري کړ. په هغه رپوټ کې راغلي و چې د آسټرالیا خاصو ځواکونو ّه افغانستان کې کم تر کمه نهه دېرش (۳۹) کسان په ناقانونه توګه وژلي دي.

خو هغه تصویر چې د چین د خارجه وزارت یو ویاند لېجیان ژاو په ټویټر خپور کړی دی، د پوښتنې وړ ګرځېدلی دی. په تصویر کې معلومیږي چې د آسټرالیا یو عسکر یو ماشوم ته په وینو سره چاړه نیولې ده او له هغه ماشوم سره یو وری (ګډ) شته.

د تصویر سره په ټویټ کې لیکل شوي دي: "مه وېریږه، مونږ راځو چې تاسو ته امن راولو."

د آسټرالیا رسنیو خبر ورکړ چې د ټویټر دغه پیغام هغو ګنګوسو ته اشاره ده چې ویل کیږي د آسټرالیا خاصو پوځیانو په افغانستان کې دوه افغان تنکي ځوانان په چړو وژلي و. په دې اړه چې پلټنې شوي دي، نو د آسټرالیا پوځ د دې ګنګوسو په اړه کوم شواهد ندي موندلي. خو "کره شواهد" یې موندلي چې آسټرالیایي عسکرو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې په ناقانونه توګه وژنې کړي دي.

د چین خارجه وزارت ویاند لیجانګ ژاو تېره هفته وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د آسټرالیایي عسکرو دا کارونه په کلکه غندي.

یاده دې وي چې د چین او آسټرالیا ترمنځ تعلقات په دې وروستیو کې خراب شوي، ځکه آسټرالیا په چین تور لګوي چې د هغه هېواد په چارو کې مداخلت کوي، انټرنېټي جاسوسي کوي، او همدا راز د چین په جنوبي سمندر کې هم د چین د پوځي حرکاتو او په هانګ کانګ کې د جمهوریت قایمېدو په اړه آسټرالیا له بجېنګ سره مختلف نظر لري.

بل اړخ ته آسټرالیا څه موده وړاندې دا هم ویلي و چې د کروناوایرس پیدایش په چین کې شوی نو په دې برخه کې باید عالمي تحقیقات وشي. خو چین په دې خبرو غوسه شوی و او ویلي و چې آسټرالیا په ناحقه چین ته ګوته نیسي.

همدا راز تېره هفته چین د آسټرالیا په واین باندې سختې درنې تعرفې یا ټېکسونه ولګول. د څېړونکو په باور، دا د افغانستان په اړه د چین وروستی ټویټ او د جعلي تصویر خپرول هم د چین او آسټرالیا ترمنځ تعلقات چې وار له مخې خراب ښکاري، نور پسې پیچلي کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG