لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیوزیلېنډ نه پس، اېنګلېنډ هم پاکستان ته د خپلو کرکټ ټیمونو سفر لغوه کړ


درې ورځې پس له هغه چې نیوزيلېنډ د امنیتي وجوهاتو له امله پاکستان ته د خپل کرکټ ټیم دوره لغوه کړه، د اېنګلېنډ کرکټ بورډ هم د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې آینده میاشت به د اېنګلېنډ زنانه او نارینه کرکټ ټیمونه د پاکستان په دوره ولاړ نشي.

تر دې وړاندې، ټاکل شوې وه چې د اېنګلېنډ ټیمونه د اکټوبر په دیارلسمه او څوارلسمه په راولپنډۍ کې کې دوه دوه شل آوره لوبې وکړي او بیا به د اکټوبر ۱۷ نه واخله تر ۲۱مې پورې، د اېنګلېنډ د کرکټ زنانه ټیم درې (۳) او ډي آی لوبو ته پاکستان کې پاته کیږي. خو د اېنګلېنډ نن د ګل/دوشنبې په ورځ دا دورې لغوه کړې.

د اېنګلېنډ کرکټ بورډ (اي سي بي) ویلي چې هغوی غونډه کړې او په دې لوبو یې بحثونه کړي، "او مونږ کولی شو دا تصدیق کړو چې بورډ په اکراه دا فیصله وکړه چې د دواړو ټیمونو د اکټوبر میاشتې دوره لغوه کړي."

په بیان کې ویل شوي چې د پلېرانو ذهني او جسماني صحت تر ټولو اهم دی.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رامز راجا ویلي، هغه د اېنګلېنډ کرکټ بورډ په فېصلې باندې مایوسه دی، خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان ټیم به باقي پاته شي.

رامز راجا پخپل ټویتر پاڼې لیکلي: "مایوسه شوم چې اېنګلېنډ د خپلې وعدې نه په شا شو او د خپل کرکټ برادرۍ یو غړی یې په داسې وخت کې چې ډېر ضرورت یې درلود، یوازې پرېښوده. دا د پاکستان ټیم ته د بیداره کېدو یوه علامه ده چې په نړۍ کې بهترینه ټیم وګرځي."

تر دې وړاندې، نیوزیلېنډ هم د تېرې جمعې په ورځ د امنیتي وجوهاتو له امله پاکستان ته د خپل کرکټ ټیم سفر لغوه کړ.

د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د امنيت په اړه ورته خبرداری ورکړی شوی ځکه دوی په يو اړخيزه توګه د سياليو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ ويلي، کرکټ بورډ او د پاکستان حکومت د مېلمه لوبډلې دپاره د امنیت کلک انتظامات کړي وو او د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ لخوا ورته باور ورکړی شوی وو.

کرکټ بورډ په جاري کړي بيان کې ويلي، د پاکستان وزیراعظم د نيوزي لېنډ د وزيراعظم سره رابطه کړې وه او هغه ته يې ويلي وو چې زمونږ امنیتي استخبارات د نړۍ غوره استخبارات دي او مېلمه لوبډلې ته به هیڅ ګواښ نه وي.

او د نيوزي لېنډ چارواکو د پاکستان د حکومت په امنيت د اطيمنان څرګندونه کړې وه.

د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ ويلي، د نيوزي لېنډ حکومت ورته خبر ورکړی شوی چې لوبډلې ته د امنيت خطره ده له هغې وروسته د پاکستان دوره ځنډوي.

د نیوزي لېنډ کرکټ بورډ ويلي، د خپلې لوبډلې د پاکستان نه ويستو دپاره تياريانې کوي.

د نیوزي لېنډ کرکټ لوبډلې لخوا د پاکستان سره د لوبو سیریز ختمولو او بیرته خپل هیواد ته د ستنیدلو فیصلې که یو خوا د کرکټ مینه وال غمجمن کړي، څیړنکاران وايي دغه فیصلې پاکستان کې د کرکټ راتلونکی مړ کړو. امنیتي کارپوهان ګڼي افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو هم د نیوزيلېنډ په فیصلې اثر کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG