لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په ایشیا کرکټ کپ کې پاکستان ته پرله پسې دویم تاریخي شکست ورکړو


په ایشیا کپ کرکټ سیالیو کې د دوه گاونډي هېوادونو هند او پاکستان تر منځ دویمه لوبه هم هند په نهو وکټونو وگټله.

د هند پاکستان ته په کرکټ کې دا یوه بله تاریخي ماتې وه چې په منځگړي میدان دو بۍ کې وشوله.

دهند دواړو لومړیو یا اوپنینگ بیټسمینانو شیکهر دهون او روهت شرما د پاکستان د تمامو بالرانو په ضد بهترينه لوبه وکړه .

دهون ١١۴ رنزونه جوړ کړل او رن اوټ شو. شرما هم سینچري جوړه کړله او اوټ نه شو.

په دې لوبه کې د پاکستان یو بالر هم وکټ وانخستلو.

نن د لوبې ټاس یا شیر خطې پاکستان گټلی وو او لومړی یې بیټینگ وکړلو او د ٧ لوبغاړو په سوزیدلو یې ٢٣٧ رنزونه جوړ کړل. هند د یو لوبغاړي په سوزیدلو هدف په ۴٠ اورونو کې پوره کړلو

د پاکستان پخواني کپتان شعیب ملک تر ټولو زیات ٧٨ رنزونه جوړ کړل.

د هند جدیجا ٣ لوبغاړي وسوزول.

په ایشیا کپ لومړۍ لوبه کې هم هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG