لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د چین سره سرحد باندې براهموس میزائیلونه ځای پر ځای کړي – چین اندېښنه ښودلې


د چین د دفاع وزارت ویلي چې هیله مند دی هند د خطې د امن او استحکام دپاره لا زیات کوششونه وکړي، نه دا چې برعکس ګامونه اوچت کړي. د چین د دفاع وزارت دا بیان چې د تېر زیارت/پنجشنبې په ورځ یې کړی، د هند د هغو منصوبو په جواب کې و چې غواړي د چین سره پخپل سرحد باندې پرمختللي کروز میزائیلونه ځای پرځای کړي.

د هند پوځي چارواکي وایي د دې پلان هدف، د هغو پوځي رېجمنټونو قوي کول دي چې د چین سره په سرحد کې پراته دي. په دې میزائیلونو کې یو هم براهموس میزائیل دی چې هند او روس په مشترک ډول جوړ کړی او هند کې د پوځي او سېویلین بنیادي ډهانچو د پراخولو منصوبو یوه برخه ده.

چین او هند چې دواړه یې اېټمي طاقتونه دي، د ډېر وخته خپل منځو کې کشیدګۍ لري خو کرار کرار غواړي خپل ترمنځ دا کشیدګۍ هوارې کړي.

د چین او هند مشرانو تېر کال وعده وکړه چې د دغو دوو سترو ایشیایي طاقتونو ترمنځ یوه توده شوې سرحدي لانجه به بېرته سړه کوي. د دې لانجې ریښې د ۱۹۶۲ کال جنګ ته رسیږي چې د هند او چین ترمنځ شوی و او بیا دا لانجه همداسې ناحل شوې پاته شوه.

کله چې د چین د دفاع وزارت له ترجمان وو چیان نه د میزائیلونو د منصوبو په اړه په یو میاشتېني پرېس کنفرانس کې وپوښتل شول، نو هغه وویل چې په سرحدي سیمه کې د امن او استحکام ساتلو باندې دواړو ملکونو اهم اتفاق کړی دی. هغه زیاته کړه: "مونږ هیله مند یو چې هندي اړخ د سرحد په اوږدو او په سیمه کې د امن او استحکام په ګټه لا زیات کار کولی شي، نه دا چې برعکس یې وکړي."

د هیمالیا غرونو په ختیځه برخه کې په څه باندې نیوي زره (۹۰۰۰۰) کلومټره مربع ځمکه باندې چې د هند په اختیار کې ده، چین دعوېداره دی. بل اړخ ته هند وایي چې چین په لویدیځه برخه کې د اکسای چن غرو لمنو کې د هند اته دېرش زره (۳۸۰۰۰) کلومټره مربع ځمکه لاندې کړې ده. هند همدا راز دې ته د شک په سترګه ګوري چې چین څنګه د پاکستان ملاتړ کوي.

د هند وزیراعظم نرېندرا موډي به آینده میاشتې کې چې د جي-۲۰ مشرانو غونډې ته ځي، نو د چین له صدر شي جن پنګ سره هم ملاقات وکړي. رائټرز خبري اداره وایي، داسې یو حکومتي دستاوېز یې لیدلی چې هغه کې د مودي حکومت، د براهموس ائیروسپېس کمپنۍ ته امر کړی چې یو شمېر ملکونو باندې د میزاییلو د خرڅلاو بهیر تېز کړي. د دې ملکونو په لست کې ویټنام اول دی.

مخکې تر دې چې آینده میاشت نریندرا مودي بجینګ ته ولاړ شي، خیال لري چې اول د ویټنام دوره وکړي. ویټنام یو له هغه ملکونو ځیني دی چې د چین سره، د چین د جنوبي بحیرې په سر شخړه کې ګیر دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG