لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونېشیا: د چرچ بهر ځانمرګي برید کې ۱۴ عبادت کونکي ژوبل شوي


د انډونیشیا سویلي سولاویزی صوبې په مکاسار ښار کې د کېتولک عیسایانو په یو عبادت ځاې یا چرچ کې دوو ځان وژونکو ځان الوځولی او د چارواکو په وینا ۱۴ عبادت کونکي ژوبل شوي.

د دغه ځان مرګي حملو په وخت په دغه چرچ کې د اېسټر نه وړاندې د اتوار د ورځې یا پام سنډې ځانګړي عبادتونه روان وو.

د انډونیشیا د پولیسو یو ویاند ارګو یونو خبریالانو ته ویلي،‌ د چرچ د دروازې سره دغه ځان وژونګی د امنیتي کسانو لخوا معلوم او ودرول شول چې دوي ځانونه والوځول. ٫٫ زمونږ شک دی چې دغه برید لپاره دوه کسان په موټر ساېکل راغلي وو.٫٫ نوموړي زیاته کړې ٫٫ په لومړیو کې دوي د چرچ بهرني دالان ته ورننوتل چرې چې خلکو د اتوار د ورځې عبادت ختم کړی وو.٬٬

دغه پولیس افسر وړاندې ویلي، چارواکي دا وخت د مرګ ژوبلې د کره شمېرې پخلی نه شي کولی او دا چې د پېښې پرځاې کې موندل شوي د وجود ټوټې د ځان وژونکي دي او که د وژل شوي خلکو، د دغې لا هم پلټنې روانې دي.‌

د انډونیشیا د مذهبي چارو وزیر یاقوت چولي قوماس د وي اوی ای انډونېشیا څانګې ته په یو لیګل شوي ویډیو پېغام کې دغه پېښه په سختو ټکې کې غندلې.‌ قوماس ویلي :٫٫ زه په ټولو مذهبي مشرانوغږ کومه چې خلکو ته دا په ډاګه کړي چې کوم مذهب هم د ترهګرۍ اجازه نه ورکوي. مذهبونه تل مونږ ته د مینې، سولې او یو بل سره د مېنې درس راکوي. ننۍ د ظلم ډک کار د کومې مذهبي ډلې کار نه شي کېدلی.٬٬

هغه په خلکو غږ کړی چې د داسې قسمه ترهګرو بریدونو دې نه ویریږي. ٫٫ ویره به زمونږ تولنه تباهې اړخ ته بوځي.

په انډونیشیا پوهنتون کې د ترهګرې په موضوع ماهر سټانېسلاس ریانتا په یوه مرکه کې د وي او ای انډونیشیا څانګې ته ویلي، داسې ښکاري چې برید کونکی د جامع انصارالدوله ډلې کسان وو چې د داعش یا خود سره اسلامي ریاست سره یې بېعت کړی.

نوموړی زیاتوي د اتوار د ورځې دا برید هم هغه رنګه برید دی کوم چې په کال ۲۰۱۸م کې په سورابایا صوبه کې شوی وو چې پکې ۳۰ کسان مړه شوي وو. او یو بل بیا په میدان پولیس سټېشن په کال ۲۰۱۹م کې شوی وو.

ریانتا زیاتوي : ٫٫ په داسې حال چېد ترهګرۍ پرضد د امنیت ساتونکو لخوا ګامونه سخت شوي، دا برید د انتقام یا بدل اخستو کارکیدی شي او یا دډلې لخوا د سخت دباو غبرګون کېدلی شي.٬٬

نور هدا اسماعیل په سنګاپور کې د یو پوهنتون سره کار کوي، هغه وايي‌ په دغه کلیسا دا برید څه نوی کار یا طریقه نه ده. دا په انډونیشیا کې د روان او ویرونکي ترهګر بریدونو لړۍ ده. د وي اوا ی انډونیشیا څانګې سره د خبرو په وخت ښاغلي اسماعیل ویلي، دا په کومه طریقه چې برید وشو او پکې موټر ساېکل سورو دوو تنانو کړی زما په فکر دا د جماعت اسلامیه ترهګرې ډلې کسان نه دي، زما شک دی چې دا جامع انصار الدوله ډلی کار دی.

انډونېشیا داوږدې مودې راهسې د اسلامي ترهګرو لخوا د تشدد د پېښو سره مخامخ ده او دغه شان ګڼ شمیر بریدونه یې لیدلي. په دغه کې د کال ۲۰۰۲ د بالي خونړی برید هم شامل دی چې پکې د ۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG