لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرائیل به پرېنږدي چې بیت المقدس کې تشدد وشي – نتنیاهو


د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي چې د هغه ملک چارواکي به «هېڅ ډول سخت دریځو ته اجازت ورنکړي چې امن ګډ وډ کړي.» نتنیاهو دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ پس له هغه وکړه چې په تېرو څو ورځو کې د فلسطیني احتجاج کوونکو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ د بیت المقدس زوړ ښار نه بهر نښتې وشوې.

د اسرائیل وزیراعظم د کابینې غونډې ته وویل چې هغه له امنیتي چارواکو سره کتلي او عزم یې کړی چې «په ذمه وارانه او فیصله کن ډول نظم او قانون عملي کړي.»

نتنیاهو ټینګار وکړ چې اسرائیل به «د ټولو ادیانو دپاره آزادي خوندي وساتي مګر تشددآمیزه پرېشانیو ته به اجازت ورنکړي.»

د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو

د خالي/شنبې د ماخوستنه بیا د اتوار/یکشنبې تر سهاره پورې چې کله مسلمانانو د لیله القدر شپه لمانځله، لسګونه فلسطینیان په بیت المقدس کې له پولیسو سره په تشددآمیزه مقابله کې زخميان شول.

لانجې د الاقصی مسجد په دروازو کې پیل شوې. دا مسجد د بیت المقدس په زوړ ښار کې جوړ دی چې ترڅنګ یې د یهودانو عبادتځای (هېکل سلیمان) هم پروت دی. د دې دواړو دینونو علاوه، عیسایان هم دا ځای د حضرت عیسي په خاطر سپیڅلی ګڼي.

په بیت المقدس کې د وروستیو شخړو په غبرګون کې اردن ویلي، اسرائیل ته په کار ده چې د عبادت کوونکو او د عربو د حقونو په برخه کې د عالمي قانون درناوی وکړي. د اردن پاچا عبدالله وویل چې په بیت المقدس کې د اسرائیل دا کړه وړه، کالات کړکېچن کړل. هغه په اسرائیل غږ وکړ چې «خپل خطرناکه اشتعال انگیزۍ» ختمي کړي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ پولیسو د قدس ورځې کلنۍ دستورې ته اجازت ورکړ. په دې دستوره کې چې نن د ګل/دوشنبې په ورځ ترسره کیږي، د اسرائیل لخوا په ټول بیت المقدس باندې د دعوې یاد تازه کیږي. دا پرېډ یا لاریون به د بیت المقدس زوړ ښار، د ختیځ بیت المقدس له ځینو برخو چې په ۱۹۶۷ کې اسرائیل په هغو ولقه ټینګه کړه، تېر شي.

دا کلنۍ دستوره، چې د ځینو لخوا اشتعال انګیزه کار ګڼل کیږي، په داسې وخت کې مخې ته راځي چې بیت المقدس کې حالات نازک دي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس تېره هفته وویل چې هغه په بیت المقدس کې «د خطرناکو پېښو او ګناهکاره حملو ذمه وار، اسرائیل ګڼي.»

هغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ وکړ چې په دې موضوع باندې یوه فوري غونډه جوړه کړي.

د امنیت شورا صدر د ګل/دوشنبې ورځې دپاره د مسجد الاقصی شاوخوا راپیدا کېدونکو لانجو په اړه یو خصوصي بحث راغوښتی دی. ملګرو ملتونو په اسرائیل غږ کړی چې له ختیځ بیت المقدس نه د فلسطینیانو د ایستلو چارې ودروي.

د اسرائیل خارجه وزارت په یو ټویټ کې په فلسطینیانو تور لګولی چې د ختیځ بیت المقدس نه د ایستل کېدو دړکه یې د تشدد پارولو دپاره بهانه جوړه کړې ده.

د حماس سختدریځه ډلې خبرداری ورکړی چې که فلسطینیان له هغه ځایه وایستل شي، نو انتقامي کاروایي به وکړي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان
د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ د اسرائیل د قامي سلامتیا له سلاکار ميېر بن شبت سره خبرې وکړې چې په بیت المقدس کې د حالاتو او همدا راز د فلسطیني کورنیو د احتمالي ایستل کېدو په اړه په اړه «د امریکا سنجیده فکرمندۍ ورته اظهار» کړي.

د وایټ هاوس د یو بیان ترمخه، په دې خبرو کې سولېوان وویل چې امریکا د اسرائیل امن او په مشرق وسطی کې سولې او استحکام ته ژمنه ده.

اسرائیل ټول بیت المقدس خپل یو واحد پایتخت/سرښار ګڼي. فلسطینیان غواړي چې خیتځ بیت المقدس د دوی د یو آینده ریاست پایتخت پاته وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG