لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل طیاره په رښتیا پاکستان ته تلې؟


په پاکستاني مطبوعاتو او سوشل میډیا د اسرايل يو خبريال ايوي شيراف لخوا په ټويټر شوي هغه ادعا وروسته تاوده بحثونه پیل شوي چې پکې نوموړي ویلي وو، د اسرايل يوې الوتکې د روانې مياشتې په ٢٤ نيټه د تل ابيب نه اسلام اباد ته سفر کړی. د خبریال ایوي شیراف په وینا دغه الوتکه د لسو ساعتو تيرولو ورستو بيرته تل ابيب ته ستنه شوې ده.

د اسرايل دغه خبريال د اسرایلي الوتکې پاکستان ته د تګ سل په سله د پخلي نه انکار کړې خو په یو بل ټوېټ پېغام کې يې لیکلي، الوتکه د پينځه منيټه لپاره په عمان کې کوزه شوې وه او بیا يې پوښتنه کړې ٫٫ روانه اوونې د تل ابيب نه پاکستان ته څوک تللې وو؟ ٬٬

د پاکستان د هوا بازې سرکاري ادارې سول ايوي ايشن اتهارټې په خپل یو بیان کې د اسرايلي الوتکې پاکستان ته د سفر ګنګوسي رد کړي او دغه خبر يې افوا(غلط خبر) ګرځولې. سي ای ای زیاته کړې د اسرايل کومه الوتکه د پاکستان په هواي ډګر نه ده ښکته شوې.

د اسرایلي خبریال دغه دعوې او د پاکستان هوابازۍ په وینا دغه افواه په پاکستان کې تاوده بحثونه راپارولي او په دغه هیواد کې سياستمداران او خبريالان په دغې اړه د پاکستان تحریک انصاف حکومت نه سپيناوې غواړي.

پاکستاني خبريال طلعت حسين هم په دغې اړه په ټويټر یو پيغام کې پښتنې راپورته کړې چې د اسرايل د الوتکې پاکستان ته د راتګ او د مسافرو بيرته ستنيدو خبر په سوشل ميډيا خوريږي، بايد حکومت د دغې سپيناوې وکړي.

طلعت حسین لیکل: ٫٫ اقرار يا انکار ، چپه خله پاتې کيدل به ډيرې کشالې وزيږوي، ايران او نور ګاونډي هېوادونه دغه افوا (خبر) ته غوږ دي.٬٬

د پاکستان پخواني وفاقي وزير او د مخالفه مسلم ليګ ن ړي احسن اقبال په خپل تويټر ليکلي، حکومت دې ریشتیا په ډاګه کړي.

د نوموړي دغه سوال ته په جواب کې د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د دغه خبر رد يا سپيناوي پرځاې لیکلي: ٫٫ ريښتنې حال دادې چې عمران خان نواز شريف نه دې او نه په کابينه کې ستا پشان د درغو پوهان ناست دي.٬٬

فواد چودهري په ټويټر وړاندې ليکلي٫٫ مونږ به نه مودي او نه د اسرايل سره پټې خبرې وکړو، پاکستان په خوندي لاسو کې دی.٬٬

احسن اقبال بيا فواد چودهري ته ځواب ورکړی: ٫٫ په کوم ډول چې د اطلاعاتو وزير په تش سپيناوي دومره په قهر شو، نو ښکاري چې څه شته.٬٬

د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه ګوند جميعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن هم پدې اړه د حکومت نه سپيناوې غښتی دی.

د پنجاب په سرښار لاهور کې ميډيا سره خبرو کې نوموړي ويلي د اسرايل الوتکه پاکستان ته راغلې وه او حکومت لا چپ دې او هيڅ قسمه سپيناوې نه کوي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې ٫٫ مونږ به هڅې خبرې نه کولې، او اوس مخې ته راروان ټول معاملات زمونږ د دريځ پخلی کوي.٬٬

د اسرايل او پاکستان ترمينځ سفارتي اړيکې نشته او د دواړه هېوادونو الوتکې نه د يو بل د هېواد سفر کولی شي او هوايي لارې کارولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG