لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنگټن په هیله او د اسلام اباد،بیجينگ او ماسکو په هڅو طالبان د کابل سره خبرو کولو ته اماده کیدونکي دي؟  


د اسلام اباد، ماسکو او بیجینگ مشران د واشنگټن په هيله د کابل د سولې په پروسه کې د نور هر کله په پرتله ډېر متحرک ښکاري. مطبوعات وايي دغه هیوادونه کوښښ کوي چې طالبان پخلا کړي او د افغان حکومت سره یې نیغه په نیغه خبرو ته کینوي.

نن د دسمبر په 26 نیټه د پاکستان د خارجه چارو وزير په ماسکو کې د روس د خارجه چارو وزير سرگۍ لاروف سره ولیدل.

یوه ورځ وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تازه پرمختگونو په هکله سلاح شوي دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د څلورو هیوادونو دسفر په لمړي پړاو کې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د افغانستان دصدراشرف غني سره دسولې په روانو هڅو خبرې کړې وې.

د روانې میشاتې په پینځلسمه نیټه چین، افغانستان او پاکستان په سيمه کې د امنيت خوندي کولو لپاره یو درې اړخيزه مفاهمت لاسلیک کړې وو او په طالبانو يې غږ کړی وو چې د سولې خبرو ته دې کیني.

د نومبر په لسمه نیټه په ماسکو کې د طالبانو د استازو په گډون د دولسو هېوادونو د نمایندگانو یوه مشاورتي غونډه شوې وه چې پکې د افغانستان د سولې د عالي شورا د څلورو غړو نه علاوه د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړیو هم گډون کړی وو.

د ماسکو د غونډې په وخت د روس د بهرنیو چارو وزير سرگئ لاروف ويلي وو چې د دغه ناستې راجوړولو هدف يو داسې ماحول جوړول دي چې پکې حکومت، طالبان او د هېواد نورو ټولنيزو او سياسي طبقو خلک هم شامل وي.

د ماسکو د غونډې نه ورستو په څلورم دسمبر په اسلام اباد کې هم یوه غونډه شوې وه چې د نړیوالو رسنیو تر مخه دطالبانو د قطر د دفتر استازي شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي هم پکې وو. رپورټونه وايي د نومبر په میا‍شت کې د طالبانو هم دا پلاوی په ماسکو غونډه کې موجود وو.

دا هرڅه په داسې حال کې کیږي چې د امریکا له خوا په افغانستان کې د صدر ټرمپ ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په تیرو دوه میاشتو کې دوه ځله د کابل، متحده عرب اماراتو او پاکستان نه علاوه د اووه ملکونو سفرونه وکړل.

د ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي اسلام اباد ته د رسیدلو نه یواځې یوه ورځ وړاندې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وویلي وو پاکستان به د طالبانو خبرو ته په کینولو کې د امریکا سره مرسته کوي.

هغه د پاکستان خبریالانو ته وویل د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د افغان طالبانو په پخلا کولو کې د یو مثبت خط د لارې مرسته غوښتې ده.

په روس کې د غونډې په پای کې د طالبانو نماینده شیر محمد عباس ستانکزي ويلي وو چې په افغانستان کې امن نه شي راتللی تر څو هلته یو هم خارجي عسکر پاتې وي.

د څېړونکو په خیال د ستانکزي په خبرو کې د خارجي ځواکونو دوتلو شرط د سولې لپاره د څه قسمه لوظنامې لیکلو په لاره کې تر ټولو مهم ټکی دی.

تیره اونۍ امریکایي مطبوعاتو رپوټونه ورکړي وو چې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ غواړي د خپلو ١۴٠٠٠ ځواکونو نیمه برخه له افغانستان نه وباسي.

د څېړونکو په خیال سيمه ایزو طاقتونو په افغانستان کې سولې ته دومره بې تابي کله هم نه وه ښودلې.


  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG