لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبر،شمالي وزيرستان :عملياتو کې ۳۱ ترهگر او بريدکې دملېشې ۳عسکروژل شوي


د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د جون د مياشتې راهسې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم اپرېشن شورو کړی ، چې لا هم دوام لري .
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د جون د مياشتې راهسې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم اپرېشن شورو کړی ، چې لا هم دوام لري .

د پاکستان په قبائيلي سيمو خيبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د جيټ الوتکو په بمبارۍ او يو جهړپ کې ۳۱ ترهگر او د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه نن د نهې په سحر د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې پوځ د جېټ الوتکو د لارې په تور دره ، تيراه او کوکي خېلو کې د وسله والو جنگيالو په پټو ځالو بمباري کړې ده .

د سرچينو ترمخه په دغې بمبارۍ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي ، او پينځه پټې ځالې يې تباه کړی شوي دي . راپورونه وايي عملياتو کې د جنگيالو د وسلې دوه ذخيرې هم تباه کړی شوي دي .

راپورونه وايي د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې د پولې د پورې مخ نه وسله والو بريد کړی ، او په دغې بريد کې د وسله والو جنگيالو سره په جهگړه کې ۱۱ حمله کوؤنکي او د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا وئيل شوي ، د پولې د پورې مخ نه وسله والو د سپين وام په ډنډي کچ چيک پوسټه باندې بريد کړی دی . د ائي اېس پي ار ترمخه جهړپ کې پوځ يو جنگيالی نيولی ، او د درې وژل شوؤ جنگيالو مړي يې هم په خپله ولقه کې اخيستي دي .

د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې دوه ورځې وړاندې هم د ملېشې په يوه قلعه د وسله والو لخوا د راکټو يو بريد شوی ؤ ، او په هغې کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي وو .

د پاکستاني پوځ لخوا شمالي وزيرستان کې د جون د مياشتې په ۱۵م نېټه د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړی شوي ، او د پوځ په وينا تراوسه ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۰۰۰ پورې بهرنې او ځايي جنگيالي وژل شوي دي . او دعملياتو په مهال وسله والو سره انښتو کې د ۸۰ نه زيات عسکر هم وژل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG