په نړۍ کې د کورونا وایرس په چټکۍ سره د خوریدو لړۍ لا هم دوام لري او ګڼ شمېر هیوادونه د دغه وایرس د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخلي.
نن د چهارشنبې یا شورو په ورځ د مارچ ( ۱۸ مه) ملیشیا په خپل هیواد کې د خلکو بهر ته په وتلو بندیز ولګولو.
ملېشیا کې د کورونا وایرس څخه د اغېزمنو کسانو شمېر د ۵۰۰ تنو څخه هم زیات شوی دی او حکومت یې د دوو اونیو لپاره نیمه بندیز هم اعلان کړی.
د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو هم سر له ننه د بهر څخه په راتلونکو خلکو بندیز ولګولو.
همداراز د سعودي عرب چارواکو په شخصي کاروبارونو غږ کړئ چې که امکان ولري نو خپل ټول کارکوونکو ته دې له کوره د کار کولو اجازه ورکړي. او هغه کسان چې خامخا باید له دفتره کار وکړي، هغوي دې د نورو څخه د فاصله ساتلو احتیاطي ګامونه واخلي.
بل لور ته د اسټرلیا وزیراعظم سکاټ موریسن په هیواد کې د بشر ژوند ته د خطر بیړنی حالت یا هیومن بایو سیکیورټي اېمرجنسي اعلان کړه. او په ګرده هیواد کې یې د کرفیو او قرنطین عملي کولو غږ وکړ.
نورو هیوادونو هم د خلکو په خوځښت یا بهر ته په وتلو جدي ګامونه اخیستي لکه ایټالیا، هسپانیه (سپېن) او فرانسه چې دا مهال یې سخت ګرځبندیز عملي کړئ، چیرته چې د کورونا وایرس تر ټولو ډیرې قضیې راغلي دي.
برازیل کې تر اوسه د کورونا وایرس څخه د اغیزمنو کسانو شمېر تر ۳۰۰ هم زیات ریپورټ شوی. د برازیل حکومت د خپل روغتیايي چارواکو د لارښوونې سره سم په خپلو سیلاني سیمو کې په ګڼې ګوڼې بندیز لګولی. په دغه بندیز کې د برازیل تر ټولو مشهورې مجسمې ریډیمر (ریو دې جینریو) ته په ورتګ بندیز هم شامل دی.
برازیل کې د سې شنبې په ورځ د کورونا وایرس له کبله د مړینې لومړی پیښه ثبت شوه.
کرغستان کې د مارچ په ۱۸مه د کورونا وایرس لومړۍ پیښه ثبت شوه. کرغستان په سمدستي توګه د بهرنیانو پر مخ خپل سرحدونه وتړل.
کورونا وایرس څخه تر ټولو زیاته اغیزمنه شوی هیواد چین دی چیرې چې په دغه وایرس د ککړ شوو کسانو شمیر ۸۲۰۰۰ تنو ته رسیدلی. خو په تیرو وو اونیو کې په ووهان ښار کې کورونا وایرس تر ډيره کنټرول شوی چې د شورو په ورځ یې یوازې یوه نوی پیښه ثبت کړی.
په امریکا کې د کورونا وایرس له کبله ۱۰۰ تنه مړه شوي.
امریکا له خپلو وګوړو غوښتنه کوي چې تر لسو کسانو لوی ګروپونو کې د ګډون څخه دې ډډه وکړي.
د امریکې لوی ښار سن فرانسیسو کې چیري چې تر ۷ میلیونو هم زیات شمېر کسان ژوند کوي، خلکو ته وییل شوي چې په کور کښیني.
نور لوی ښارونه هم په ورته ګامونو اخیستلو غور کوي.
د روغتیا نړېوالې ادارې د شمېرو تر مخه دغه وایرس تر اوسه د نړۍ ۱۵۹ هیوادونو ته رسیدلی چې ۱۸۵۰۰۰ کیسونه مخې ته راغلي او د مړو شمېر ۷۵۰۰ څخه هم زیات شوی.