لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماسکوغونډه: د روس مدعا د افغانستان امن که بل څه؟


په ماسکو کې د طالبانو د استازو په گډون د دولسو هېوادونو د نمایندگانو د مشاورتي غونډې تمه ساتل چې په افغانستان کې به سوله راولي دا مهال څېړونکي غوڅ ځواب ورکول ممکن نه گڼي خو ځيني په ډاگه واي دا عمل د سیمه ایزو طاقتونو د سولې په لور د اخستل شوو گامونو څخه یو، البته هدفونه یې مشکوک دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا څلور غړي حاجي دین محمد ،مولوي عطاء الرحمن سلیم، مېرمن حبیبه سرابي او عبدالخبیر وچقون په دې غونډه کې په غیر حکومتي نمایندگۍ شریک وو.

وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې د سولې د عالي شورا یو غړي عطاالله لودين وویل د سولې شورا د هرې هغه غونډې هر کلی کوي چې په افغانستان کې امن په ځای کولی شي:

" پس ددې وخت نه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مقامات او د طالبانو پلاوی سره په مخامخ خبرو کې کیناست دا ماته ښه پېش رفت ښکاري، مونږ هیله مند یو چې دا د نورو مستقیمو مذاکراتو د پاره یوه پیله شي او مقدمه شي، مونږ دې ته په ښه سترگه گورو" هغه وویل ددې مذاکراتو ضرورت دی. نور تفصیل په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00

په ننگرهار کې د عالمانو د شورا د غړي او په جلال اباد مرکز کې د خطيب مولوي عبدالعزيز خیرخواه په خیال د جگړې په وور کې پراته افغانان هرې هغې خبرې ته لبیک وايي چې په افغانستان کې د سولې د پاره کیږي. البته خیرخواه روس د افغانانو زوړ غليم او د افغانستان د بې ارامۍ بنیادي علت گڼي.

مولوي عبدالعزيز خیر خواه د جلال اباده د ټليفون په ليکه وي او ډیوه ته وویل چې که روسانو دشورویانو په وخت کې په افغانستان یرغل نه وی کړی نن به امن وو،د خیرخواه په خیال روسان وس هم د افغانانو د غمه نه دي لگیا:

" روسان ددې غونډو نه دوه هدفه لري، یو دا چې هغوي د امریکا سره په تضاد کې دي......... او بله دا چې روسان د داعش د ډلې نه ډیر وریږي، نسبتن طالبان هغوي ته نرم ښکاري نو د خپل امنيت په خاطر غواړي چې ځانته یو طاقت پیدا کړي چې هغه د طالبانو سره نزدیکیت دی" نور تفصیل په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو د ناستې په اړوند افغانستان ویلي په دغه ناسته کې "د سولي عالی شورا د یو غیر دولتي بنسټ" په توگه گډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانان هيله مند دي چې د ماسکو ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د ځيني څېړونکو په خیال افغانستان له پکار وو چې د ماسکو غونډې ته یې خپل نمایندگان په حکومتي حیثیت کې ورلیږلی وی.

د سیاسي چارو د څېړونکي جنرال عبدالواحيد طاقت په فکر یو دولتي وفد یا دولتي هئیت دغلته موجودگي ضروري وه:

" چې هغلته یې په ډېر جیدیت او په قاتيت باندې خپل دریځ روښانه کړی وی"

جنرال طاقت په خپله د هغه تصور پلوي دی چې واي د افغانستانه دې ټول بهر ملکي ځواکونه ووځي. نور تفصیل په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

د ماسکو په غونډه کې د هند، چين او نورو ملکونو علاوه د پاکستان پلاوی هم شريک وو. د پاکستان د پلاوي مشر محمد اعجاز په ماسکو کې د افغانانو تر منځ یعني د بین لاافغاني مذاکراتو تجويز تاید کړو.

په اسلام اباد کې څیړونکی طاهر خان واي بین لاافغاني مذاکرات د افغانستان د امن لپاره تر ټولو بهتره لاره ده:

" دا بلکل یو درست او سم سوچ دی" نور تفصیل په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:54 0:00

د روس دریځ

د روس د بهرنیو چارو وزير سرگئ لاروف ويلي د دغه ناستې راجوړولو هدف يو داسې ماحول جوړول دي چې پکې حکومت، طالبان او د هېواد نورې ټولنيزې او سياسي طبقې خلک هم شامل وي. ښاغلي لاروف دا هم وویل باید په گډه د بین الافغاني مزاکراتو او د نړیوالې پخلاینې لپاره لارې چارې ولټوي.

د طالبانو دریځ

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي طالبانو دغې غونډې ته د خپل قطر د سیاسي دفتره پنځه کسیزه پلاوی لیږلی چې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضیاالرحمان مدني او حاجي محمد سهیل شاهین په کې شامل وو.

عباس ستانکزی د غونډې په پای کې آر ټي خبري ادارې ته وویل چې طالبان د اخونذاده هیبت الله په مشرۍ کې یو دي. هغه وویل تر هغې په افغانستان کې امن نه شي راتللی تر څو هلته یو هم خارجي عسکر وي.

د امریکا دریځ

په ماسکو کې د امريکا استازي (سفير) هم په غونډه کې گډون کړی دی.
امریکې ویلي ټول هیوادونه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو ملاتړ وکړي خو دامریکې دباندينو چارو دوزارت مرستیالې ویاندې پالا ډینو په واشنگټن کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د روس په گډون به هیڅ یو هیواد طالبانو سره نیغ په نېغه خبرې نه کوي.

د ماسکو غونډه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د سولې د پاره د امريکا ځانگړی استازی زلمي خليلزاد د سيمې د هېوادونو سفر پېل کړی دی.

د زیارت په ورځ د امریکې د باندينو چارو وزارت ويلي زلمی خلیلزاد به د افغان حکومت په شمول به د ټولو اړوندو ډلو د امن بهیر د بوتلو په موضوع خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG