لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په میانمار کې د خواریکښو تنظیمونو د پوځي کودتا په ضد کاربندیز شروع کړو


د پوځي کودتا په ضد د سرکاري ملازمانو او د اورګاډو د چلوونکو کاربندیز له څو اونیو راهسې جاري دی، په غټ ښار یانګون کې دکانونه، کارخانې او بنکونه ټړلې دي

په میانمار کې د خواریکښو د نهه تنظیمونو ایتلاف له نن څخه په پوځې واکمنو د فشار او کودتا ضد تحریک په ملاتړ عمومي کاربندیز پېل کړی دی.

په یوه ګډ بیان کې ایتلاف ویلي دي که چیرې اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه دوام و لري نو ګټه به یې پوځ ته وي او دا چې اوس په هېواد کې د جمهوریت د دفاع لپاره د عملي اقدام وخت دی.

هغه هېواد کې د پوځي کودتا په ضد د سرکاري ملازمانو او د اورګاډو د چلوونکو کاربندیز له څو اونیو راهسې جاري دی، په غټ ښار یانګون کې دکانونه، کارخانې او بنکونه ټړلې دي.

په یاد ښار کې په زیات شمېر د پوځیانو د شتون او د موټرانو د تلاشۍ سربېره هم ډېر خلک د احتجاج لپاره را وتلي وو، دغه ډول په دوهم لوی ښار مونډالې او لوېدیځ ښار مون یاوا کې هم احتجاجونو دوام درلود.

په میانمار کې د خواریکښو لخوا د اقتصاد د تړلو ږغ له هغې وروسته وشو چې په یانګون کې د احتجاج کونکو او پوځ و پولیسو ترمنځ د یکشنبې یا اتوار په ورځ خونړۍ نښتې وشوې.

د راپړزول شوې مشرې آنګ سان سوچي نیشنل لیګ یو چارواکې وایس آف امریکا ته ویلې د دوی د ګوند یو مشر د پولیسو په ولکه کې مړ شوی دی خو د هغه د مړینې علت یې نه دی ښودلی.

پوځ د آنګ سان سوچي د مدافع وکیل د نیولو لپاره هم هڅه کوې خو لاتر اوسه یې نه دی نیولی. د زندانیانو د حقونو یو تنظیم وایي چې پوځې جنتا 1700 کسان نیولې دي.

دغه تنظیم وایي پوځې مامورین نیول شوي کسان په پوځې بوټانو په لغتو وهي او په سوکانو هم تشدد ورباندې کوي. تنظیم وایي امنیتي ځواکونه د اوسېدو سیمو ته ننوتلې او ډېی کورونه یې په ډزو وران کړي دي.

میانمار کې د فیبرورۍ له لومړۍ نېټي څخه وضع له هغه ورسته خرابه شوه کله چې پوځ هلته ولسي حکومت را وپړزاوه او د آنګ سان سوچي په ګډون یې د نیشنل لیګ یو شمېر مشران بندیان کړل.

پوځي چارواکې وایي هلته د نومبر په ټول ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوې وه، دا ټاکنې نیشنل لیګ په لوی اکثریت سره ګټلې وې. پوځیانو د انتخاباتو د کمېشن چارواکي هم نیولې دي.

XS
SM
MD
LG