لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما وايي افغانستان سره به مرستې دوامداره ساتي


د امريکې صدر وئيلي ، چې امريکا د افغانستان د انتخاباتو نتيجو ته سترگې په لار، او د دغه هېواد د راتلونکي صدر سره همکارۍ ته چمتو ده .
د امريکې صدر وئيلي ، چې امريکا د افغانستان د انتخاباتو نتيجو ته سترگې په لار، او د دغه هېواد د راتلونکي صدر سره همکارۍ ته چمتو ده .


د امريکې صدر باراک اوباما د افغانستان د ۹۵م ازادۍ د ورځې په مناسبت د افغانستان صدر حامد کرزي ته په لېږلي خپل پيغام کې وئيلي ، امريکا به د افغانستان د اولس او حکومت سره مرستې دوامداره ساتي .
د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارگ نن د اتوار په ورځ وئيلي ، چې د امريکې صدر باراک اوباما د امريکې د اولس په استازيتوب د افغانستان صدر او اولس ته د يو پيغام د لارې د هېواد د ۹۵م ازادۍ د ورځې مبارکي وئيلي ده .
پيغام کې زياته کړی شوې ده ، چې په روان کال کې د افغانستان په ميلينونو زنانوؤ او نارينه ؤ افغانانو د جمهوري رياست په تاريخې انتخاباتو کې په گډه برخه واخيسته . او د يو پُرامنه او جمهوري افغانستان دپاره يې خپله ژمنه پوره کړه .
د امريکې صدر وئيلي ، چې امريکا د افغانستان د انتخاباتو نتيجو ته سترگې په لار، او د دغه هېواد د راتلونکي صدر سره همکارۍ ته چمتو ده .
پيغام کې وئيل شوي ، چې امريکا به راتلونکې کالونو کې هم د افغانستان د اولس سره د هېواد په جوړولو کې د هغويي ملاتړ ته دوام ورکوي .
افغانستان په داسې حال کې د اگست په ۱۹م نېټه د خپلواکۍ ورځ نمانځي ، چې هېواد کې د صدارتي ټاکنو په دوهم پړاؤ کې اچول شوې رايې پلټل کيږي . او د ټاکنو کمېشن وايي چې تراوسه پورې ۴۵ فيصده رائې پلټل شوي دي .
راپورونه وايي د دوهم پړاؤ د رايو د پلټلو په مهال د صدارتي کانديد اشرف غني احمدزي ټاکنيز ټيم ادعا کړې ، چې د رايو په صندوقونو کې يې لاس وهنه شوې ، خو د ټاکنو کمېشن دغه ادعا رد کړې ده .
د جون په مياشت کې افغانستان کې په دوهم ځل د صدارتي ټاکنو د لمړو نتيجو منلو څخه بل صدارتي کانديد عبدالله عبدالله انکار کړی ؤ ، او دغه بهير د ځنډ ښکار شوی ؤ .
او بيا د امريکې د خارجه وزير جان کيري په منځگريتوب دواړه صدارتي کانديدان په دوهم ځل د رايو د شمېرنې او بيا څو ورځې وړاندې هم دواړو کانديدانو د کېرې د کابل د دوهمې دورې په مهال د گډ ملي حکومت جوړولو په خبره صلاح شوي دي .
د افغانستان د ټاکنو کمېشن وايي د رايو د پلټلو بهير روان دی ، او صدارتي وياند ايمل فېضي څو ورځې وړاندې وئيلي ، هيله مند دي چې د روانې مياشتې اخرې پورې نتيجې اعلان شي او نوی صدر لوړه پورته کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG