لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان سیاسي مخالفینو خپل د "مومنټ" اولنۍ غونډه وځنډوله


د مخالفو ګوندونو له اړخه جوړ کړی شوی د پاکستان ډیموکریټک مومنټ لومړی غونډه ځنډولې شوې او د مطبوعاتو ترمخه دغه غونډه به د اکتوبر په ۱۸مه نیټه کوټه کې کیږي.

د مسلم لیګ نواز ډلی ویاندې مریم اورنګزیب ترمخه د دغه اتحاد په نتیجه کې به واکمنه تحریک انصاف ډله کورته لیږی. بل پلو ته وفاقی وزیر فواد چوهدری د مخالفو ډلو اتحاد د کرپشن ګرینډ الائنس ګرزولی او ویلي نواز شریف نیوکې کوي چې ادارې د هغه کرپشن پټولو کې د هغه مرسته نه کوي خو د هغه ډلې ۷۰٪ غړي د دوی د بیانیې ملګرتیا نه کوي.

فواد چوهدري زیاته کړې ده، "د قامي احتساب ادارې (نېب) قانون نواز شریف جوړ کړی و، شاهد خاقان عباسي لګولی و، او مقدمې پیپلز ګوند او نواز شریف پر یو بل لګولي دي او په دې کې د تحریک انصاف څه قصور دی؟"

د مسلم لیګ ن ګوند ویاندې مریم اورنګزیب ویلي د حکومت مقصد د مخالفو ګوندونو غږ ختمول دي. هغې زیاته کړې، "اول د کرپشن دوه کاله بیانیه، اوس د غدارۍ یوه نیوې بیانیه. ولې؟ د پاکستان د ډېموکرېټک مومنټ له لارې نااهله حکومت به کور ته لېږلو وروسته، د ولس دپاره ګرانۍ کې هم کمی راوستلی شي."

بل اړخ ته د جماعت اسلامي مشر سراج الحق پر حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو سختې نیوکې کړي دي او لاهور کې یې د ډلې له غړو سره وینا کې ویلي چې د دواړو فکر یو دی او جګړه یې یوازې د واک دپاره ده.

سراج الحق زیاته کړې، "هغه کسان چې پرون یې یو بل ته ښکنځلې کولې، یو بل ته به یې د غل او ډاکو نومونه ورکول، د ضرورت په وخت سره یوځای شوي چې د پاکستان د ولس دپاره د هندوستان څخه هم زیات خطرناکه دی."

د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ تاوتریخوالی د مخالفو ګوندونو له اړخه تېره میاشت په اسلام آباد کې ترسره شوي ټول ګوندیز کنفرانس نه وروسته ډېر زیات شوی دی. په هغې غونډې کې مخالفو ګوندونو د واکمن تحریک انصاف ګوند په ضد د احتجاجونو لړۍ پیل کولو اعلان وکړ او له وزیراعظم عمران خان څخه یې د استعفا غوښتنه هم کړې وه.

په دغه غونډه کې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف پر پوځ سختې نیوکې وکړې او د پوځ له اړخه یې په سیاست کې د مداخلت تور هم لګولی و.

د نواز شریف د هغې بیانیې وروسته، وزیراعظم عمران خان د یو شخصي ټلویژن سره مرکه کې، دوی د هندوستان اېجنټ بللی و.

د خالي/شنبې په ورځ د وزیراعظم له اړخه حکومتي چارواکو ته د مخالفو ګوندونو پوځ مخالف بیانیې په ضد د پوځي ادارو په کلکه دفاع کولو امر هم ورکړل شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG