لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور سره نږدې یو سپین ږیری احمدي په ډزو وژل شوی دی


په پاکستان کې د احمدیانو په ضد برالا قهرجنې مظاهرې کیږي او مسلمان مذهبي مشران یې پر ضد نعرې وهي
په پاکستان کې د احمدیانو په ضد برالا قهرجنې مظاهرې کیږي او مسلمان مذهبي مشران یې پر ضد نعرې وهي

وسله والو کسانو د پېښور په یوه لېرې پرته سیمه کې د احمدیه مذهبي ډلې یو تن په ډزو سره وژلی دی. ځایي پولیسو ویلي چې دا پېښه د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار شوې ده، او زیاته کړې یې ده چې د ملزمانو د نیولو دپاره تحقیقات او کوششونه روان دي.

چارواکي وايي، وژل شوی کس محبوب احمد خان نومېده چې دوه اتیا (۸۲) کاله یې عمر درلود او یو ریټایرډ حکومتي افسر و. د دې وژنې ذمه واري چا په غاړه نده اخیستې. په پاکستان کې د احمدیه ډلې ویاند، سلیم الدین وي او اې ته وویل: «خان د خپلې لور کور ته د تګ نه وروستو، غوښتل چې بېرته پېښور کې خپل کور ته ولاړ شي او بس ته انتظار و چې د تشدد دا پېښه ورباندې وشوه.»

هغه دا برید وغنده او زیاته یې کړه چې محبوب احمد خان د خپلې عقیدي یا دیني باور له وجې وژلی شوی دی. سلیم الدین دا هم وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د احمدیانو د ډلې څلور تنان په پېښور کې وژلی شوي دي. تېره میاشت، د احمدیانو په ډلې پورې تعلق لرونکی یو پروفیسر، پس له هغه چې د یو بل مسلمان پروفیسر سره یې په یوې مذهبي مسئلې تود بحث وکړ، یوه ورځ پس یې وویشتل شو او ووژل شو. احمدیان ځان ته مسلمانان وایي، مګر په دې باور دي چې د حضرت محمد ص نه وروستو یو بل پیغمبر هم راغلی دی. په اسلام کې د خدای آخرینی پیغمبر، حضرت محمد ګڼل کیږي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې د پاکستان په ۲۲۰ میلینه آبادۍ کې، شاوخوا څلور میلینه یې احمدیان دي، چې د څو لسیزو راهیسي د مرګ، اېرولو، او کرکې او نفرت له خطرو سره مخامخ پاته شوي دي.

د پاکستان پارلمان په کال ۱۹۷۴ کې دا ډله غیرمسلمانه اعلانه کړه، او بیا په ۱۹۸۴ کې یې په قوانینو کې دا ترمیم راووست چې احمدیان نشي کولی نېغ په نېغه او یا غیرمستقیم ځانونه په مسلمانانو کې شمار کړي. هغوی باندې دا قدغن هم لګېدلی چې په برالا ډول به د خپلې عقیدې اظهار نشي کولی او نه به خپله عقیده نورو ته اشاعه کولی شي او نه هم په پاکستان کې ځانله عبادتځایونه جوړولی شي.

منتقدین وایي چې دغه قانوني محدودیتونه د دې باعث شوي چې له هغه وخت راهیسي ګڼ شمېر احمدیان په ټول پاکستان کې ووژلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG