لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : هند ته د امريکا ډرون ورکول به د طاقت توله کږه کړي


د امريکا هندوستان ته د ډرون ورکولو او په نړیوال ډگر د پراخه رول لوبولو په غږ پاکستان خپله ناراضگي څرگنده کړې ده.

د پاکستان د باندينو چارو د وزارت ویاند نفيس زکریا ويلي دي که چري امرېکې د هند سره دغه معاهده وکړه نو دا به د سيمې په کړکېچ کې اضافه وکړي ، هغه اوویل:

"دې نوې لوظنامې سره به په سيمه کې د طاقت توله هندوستان پلو ته کږه شي"

د جنوبي اسیا لپاره د امريکا په تگ لاره کې د هند د رول په سوا کېدلو افغانستان خوشاله دی.

تېره ورځ په نوي ډلي کې د افغانستان صدر اشرف غني د خپل هېواد لپاره د امریکا په نوې سټراټیژۍ کې هندوستان ته د ورکړل شوي رول هرکلی وکړو.

ښاغلي غني وویل:

"جنوبي اسیا لپاره نوې جوړه شوې سټراټیژي په سیمه کې د لوبې د بدلیدو لپاره اغیزناکه ده ځکه په دې کې د سیمې حالاتو لپاره په هر اړخیزه توگه کتنه شوې".

د امرېکې صدر ډونلډ ټرمپ د هندي وزیراعظم سره روان کال د جون په میاشت کې د دوؤ بیلینو ډالرو یوه معاهده کړې وه. ددغه تړون ترمخه به هند ته د څارنې لپاره کاریدونکي ډرون ورکول کیږي. تمه ده د امرېکې کانگرس به ددغه معاهدې منظوري ورکړي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند وايي "نړیوالو طاقتونو له ددغسې لوظنامو کولو څخه دمخه د خپلو زموارو جاج اخستل پکار دي"

پاکستان دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د امريکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن د اسلام اباد د لنډ مهاله سفر ورستو د هند په درې ورځني سفرؤ.

د پاکستان د خارجه چارو د دفتر د ویاند څخه په اوونيز مصبوعاتي کانفرنس کې د چين او پاکستان د اقتصادي لارې یا سي پېک په سر د صدر غني د ورستیو نيوکو په اړه هم تپوس وشو.

ښاغلي زکریا دغه پوښتنې په ځواب کې اوویل:
" د چين پاکستان اقتصادي لاره د ټولو په گټه تمامیږي"

تېره ورځ صدر اشرف غني ويلي وو د پاکستان سره په تجارتي منصوبه سي پېک کې تر هغې گډون نشي کولې تر څو پاکستان د افغانستان تجارتي لارې نه وي پرانستې

ښاغلي غني په نوي ډلي کې اوویل:
"هېواد به یې تر هغو پورې د چین-پاکستان اقتصادي لارې (سیپک) سره یوځای نشي ترڅو پاکستان په واهگه او اټاري باندې افغانستان ته لاره ور نه کړي"

غني دا هم گواښ کړې ؤ چې پاکستان ته به له مرکزي اسیا سره تر هغو پورې د یوځای کېدو اجازه ور نه کړي ترڅو پاکستان هند ته د سوداگرۍ لپاره افغانستان ته لاره ورنه کړي.

پاکستان نه یواځې دا چې په جنوبي اسیا کې د هند په سوا کیدونکي رول ناراضه ښکاري بلکې دا هم تور لگوي چې د کابل نوي ډلي ته نزدې کیدل د دوي لپاره مشکلات پیدا کوي

پاکستان او هند ایټمي طاقت لرونکي گاونډي هېوادونه دي او څلور ځله ېې د یو بل سره پوځي جگړې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG