لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردم شماري: چې څوک خوب کوي دهغويي مېښه  نرکټی راوړي


"پښتانه هم دغسې ښه دي چې پنجاب پرې هم دغه لوبې کوي"
"پښتانه هم دغسې ښه دي چې پنجاب پرې هم دغه لوبې کوي"

د ژمي ماسختن وو د کلي خلک په حجره کې د اوور نه چاپېره نا ست وو، شېرداد کاکا لکه د نور کله په شان نن هم په خپل روايتي انداز کې د لوګي نه پوزه را تروه کړه اوپه بل اوور کې يې د لوګي دړه د لمبو مينځ ته ور ديکه کړه او بياېي له ډېره سوخته اووېل :

"پښتانه هم دغسې ښه دي چې پنجاب پرې هم دغه لوبې کوي"

''ولې شېرداد کا بيا څه شوي؟" اکبر ترې تپوس اوکړو

" ياره تاسو کې داعضب دی چې ټوله ورځ په دغه موبېل ميراتي کې اخته يئ ريډو نه اورئ چې خبر شئ، په پنجاب کې د ترهګرۍ په بهانه د پښتنو سره لوي ظلم روان دی پوليسو ته ويلې شوي چې د پښتون جامه کې څوک وينئ بې تپوسه ېې تاڼې ته وړئ، دغه دی خان زمان مومخکښې دی څومره ښه هوټل ييچلېدو خو د پنجاب دلاسه په کور بې کاره کېناست"

د کلي ټولو خلکو هم خان زمان ته پام شو هغه په څادر کې خوله پټه کړه او د شېرداد کاکا د خبرې په تايد کې يې سر اوخوزو-

شېرداد کاکا،چې د چا زور وي دهغه شور وي، پنجاب زوروره صوبه ده ځکه په دې نورپاکستان داسې سر پښې کوي"

عمرګل کاکا هم تود تنور ته خپله تبصره وراوتپله

"يره په دې نه پوهېږم چې يوشان پاکستان دی نو بيا د ملک په دې ټوله ګټه وټه کې پنجاب ولې ددې نورو صوبو نه ډيره برخه اخلي ؟"

شېرداد کاکا اوور ته بله دړه ورسمه کړه

آمين ماسټر( دسکول پخوانی استاذ) د حجرې ګوټ ته جوخت پروت په يو کټ کې بالښت ته ډډه وهلې وه په اخبار يې سر ورټيټ کړې وو د شېرداد کاکا په دې خبره يي سم لکه د مار چجه اوکړه په کټ کې رانيغ شو

"شيرداده مونږه پښتانه تش دخلې باتوران يو د کارپه وخت کې اوده يو او چې کله وخت تېر شي بيا آسمان په ټيزونو ولو، او پنجابيان موقه پېژني په وخت خپل کار اوباسي بيا مزې کوي"

دآمين ماسټرپه دې خبره لکه د شېرداد کاکا سرخلاص نه شو، وېل څنګه موقه ماسټر صېب، ؟؟

"شېرداده که پنجاب په وسيلو کې زياته برخه اخلي نو په قانون کې يې ورته ځان برابر کړی"

يره ماسټر صېب د پاکستان د قانون به راته نه وې هغه خو هڅې هم هر څه پنجاب له ورکۍ"

شېرداد کاکا بيا هم پوه نه شو

"شېرداده په پاکستان کې د ملي وسيلو وېش د آبادۍ په بنياد کيږي"

شېرداد کاکا اوخاندل وېل که په سړي سر شوه نو بيا خو پښتانه دومره کم نه دي په کوم حساب چې ورته برخه ورکړی کيږي- د پنجابي خو چې زيات شي 2 بچي يي وي زمونږه د پښتنو خو چې بچي د لسو نه کم وي خلک ورته ميرات وايي

" آو شېرداده خو د پنجاب آبادي هم زياته ده او که بچي يې لږ هم وي خو د پاکستان سره يي درج کړي وي زمونږه بچي ډير وي خو د پاکستان د وسيلود وېش په کاغذونو کې نه وي حساب"

شيرداد کاکا وريځې راګونجي کړې

" ګوره شېرداده په تورنو او بدو ردو کار نه کيږي په پنجاب کې نرښځې په اېړ په مردم شمارۍ کې ځانونه درج کوي او په ټول ملک يې دا منلې چې آبادي يي ۵۳٪ ده، نو هم د موجوده پاکستان د آيين مطابق د ټول ملک ۵۳٪ ګټه وټه هم اخلي او د ترقۍ په منصوبو لکه سکولونو کالجونو هسپتالونو او سړکونو کې هم په دغه حساب برخه اخلي او په پارليمان کې يي ممبران هم زيات دي نوځکه د ټول پاکستان واک اختيار هم د پنجاب په لاسو کي وي-او تاسو پښتنو ته زمونږه سر کاڼی شو چې په دې سر شمېرنه کې پوره برخه واخلئ خپل ټول خلک پکې درج کئ خو تاسو بيا د اغيارو په ګونګوسو کې راشۍ کله په خپلو لوڼو حسابولو شرمېږۍ او کله په خپلو پوره بچو ښودلو، نو بيا هم دغه کار وي چې د خپله لاسه ګټه پنجاب له ورکۍ او ګيلې هم کوۍ ،هغه د یو ماشوم ټوقه چې دا چا پپو؟ وېل پخپله پپو،"

د آمين ماسټر په دې خبره په شېرداد کاکا لکه چې يخې اوبه واوښتې هغه اوور ته آخيرې سوې ورديکه کړو او د کلي په خلکو يي غږ اوکړو هلکه هر ځل دهوکه کيږو چې داځل رانه دا موقه خطانه شي

"شيرداد کاکا د پاکستان د آيين ترمخه پکار ده چې هر لس کاله پس سرشميرنه اوشي خو هغه ستا خبره چې پنجاب نه غوښتله چې د بل چابرخه زياته شي ځکه خو داځل د لسو کالو په ځاې نولس کاله پس مردم شماري کيږي او هغه هم د سپريم کورټ په بيابيا غوښتنو، دغه ځوانان چې دې ترڅنګ ناست دي دغه غريبانان خولا د پاکستان په کاغذونو کې نه دي حساب" ماسټر صېب د شېرداد کاکا اتلس کلن نوسي ته اشاره اوکړه-

"او دايې لا څه کوې په بلوچستان کې د پښتنو په سيمو کې ۳۶ کاله پس سرشمېرنه کيږي هلته خوله بده مرغه غوټ دوه نسلونه لا د پاکستان د وسيلو په حساب کې نه دي شمېر"

ماسټرصېب د دې بلوچستان سره خو يي زمونږه نه هم ډېر زياتې کړې

"نه شېرداده دغه زياتې ورسره خپل مشر ماموت خان اچکزي کړې وو چې پښتنو ته يي په تېره مردم شمارۍ کې ويلي وو باېکاټ ترې اوکړۍ"

د حجرې په چرګۍ کې اوور هم په آخيري سپرغو وو او د ناستو خلکو سترګې هم له خوبه مرغۍ مرغۍ کېدې شېرداد کا په تلو تلو کې په ټولو بيا تاکيد اوکړو هلکه داځل به د پاکستان په ملي ګټو کې خپله برخه ګټوچې بيا تېر نه اوځو، خپل ځانونه خپل بچي او مېرمنې په دې مردم شمارۍ کې ښه په نره اوليکئ او د سرشمېرنې عملې سره مرستې اوکړئ او بله دا چې کوم خلک بهر دي هغه درنه له حسابه پاتې نه شي،هڅې نه چې بيااوده پاتې شو هغه د چا خبره چې څوک خوب کۍ دهغوي مېښه نرکټي راوړي –

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG