لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایم ایل این، پي پي پي او نور گوندونه هم په شریکه حکومت جوړولی شي


په انتخاباتو کې د زیاتو چوکو گټلو باوجود هم د عمران خان د پاکستان د وزیر اعظم جوړېدلو په لاره کې لا خنډان ولاړ دي. که څه هم مخالفو گوندونو د حکومت جوړولو څه اشاره نه ده ورکړې خو د څېړونکو په خیال که اصف زرداري، شهباز شريف، مولانا فضل رحمان او نور ورته ټل شو نو ښاغلي خان ته به حکومت جوړول اسان نه وي.

د ٢٥ مې جولاي په انتخاباتو کې د ښاغلي عمران خان گوند تحریک انصاف ١١٦ د پاکستان مسلم ليگ نون ٦۴ ، پاکستان پېپلز پارټۍ پارلیمینټیرینز۴٣، متحده مجلس عمل ١٢، متحده قومي مومینټ پاکستان ٦، آذاد ١٣ ، بلوچستان عوامي پارټۍ۴، گرینډ ډېموکریټک الاینس ٢، د پاکستان مسلم ليگ قاف ۴ او عوامي نیشنل گوند سیټونه گټلي دي.

د تحريک انصاف نه علاوه د نورو ټولو گوندونو دمخصوصو چوکو په شمول د ټولو چوکو شمېر ١٨٢ جوړېږي

د پاکستان پیپلز گوند مهم مشر سید خورشید شاه په تېر شوي حکومت کې د مخالفه گوندونو مشر وو، ښاغلي شاه نن ويلي دي که چري عمران خان د چوکو شمېر پوره کړو نو حکومت دې جوړ کړي، خو هغه دا هم وویل "عمران د چوکو شمېر نه شي پوره کولې"

بلې لوري ته عمران خان په خپله په پینځه چوکو بری کړی دی. د قانون ترمخه هغه یواځې یوه چوکۍ ساتلی شي، مطلب دا شو چې هغه به څلور چوکۍ پرېږدي په دې حساب سره د پي ټي ايي ټولې چوکۍ ١١٢ پاتې کېږي.

ددې نه علاوه د عمران خان د گوند یو بل چیلنج دا دی چې د هغه د گوند یو شمېر غړو هم په صوباي او هم په قومي چوکو بری کړی دی. د مثال په توگه د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر پرویز خټک او پخواني سپيکر اسد قیصر په خپله صوبه کې د اعلا وزير د چوکۍ امیدواران هم دي، په دې دواړو کې که یو اعلا وزير جوړېږي نو د قامي اسمبلۍ چوکۍ به خالي کوي. مطلب دا شو د عمران خان ۴ د پښتونخوا د اعلا وزير د یو سیټ سره به یوه مخصوصه چوکۍ هم کمه شي.

د عمران خان مخالفو سیاسي گوندونو لا تر اوسه داسې څه اشاره نه ده ورکړې چې گني دويي حکومت جوړول غواړي خوځيني څېړنکاران گمان کوي چې دا امکان شته دی، هسې هم "پیر یانو ته غزنی څه دی" یو خواته د اصف زرداري په شان د سیاسي چالونو ماهر دی او بل خواته د مولانا فضل الرحمان په شان د جرگو مرکو په کار پوهه سپین روبی دی، که وغواړي نو د عمران خان د وزیر اعظمۍپه لار کې ستر خنډان ودرولې شي.

بلې خواته که څه هم د عمران خان په سیاسي بیانونو کې وخت په وخت بدلون راغلی دی خو هغه تل دا دعوا کړېده چې د خپلو نظریاتو نه به کله هم وا نه وړي.

عمران خان د انتخاباتو نه د مخه په یوه مرکه کې ويلي وو چې "د بل چا سره به په شريکه حکومت نه جوړوي".

خو دا هم حقيقت دی چې ښاغلي خان په یو وخت کې د پاکستان عوامي لیگ مشر شیخ رشید ته ويلي وو چې ځان سره به یې چپړاسي هم نه کړي خو وس شیخ رشید د هغه ډېر نزدې ملگری دی نو دا امکان هم شته دی چې عمران خان د خپل خوب پوره کولو د پاره خپلو نظریاتي او سیاسي مخالفينو سره روغه جوړه وکړي.

او لکه څنگه چې مخالفه گوندونه او نړیوال مطبوعات د پاکستان په انتخاباتو کې د پوځ د لاس وهنې او دعمران سره د ملگرتیا تورونه لگوي نو

"نن دی که سبا دی دا مال د زرغون شاه دی"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG