لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اطلاعاتو پخوانی وزير سنېټر پرویز رشيد وايي په پاکستان کې مطبوعات اذاد نه دي


سنېټر پرویز رشيد ويلي دي په پاکستان کې په میډیا حکومت او د حکومت ځيني ادارو وخت په وخت د ځیني خبرونو په حقله فشارساتلی دی.

د واکمنه مسلم لیگ گوند مهم مشر او د هېواد د اطلاعاتو پخواني وزير ښاغلي پرویز رشید وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل:

"یقینن د پاکستان میډیا د یو شمېر ستونزو سره مخ ده"

یوه ورځ د مخه په پاکستان کې د الیکټرانک میډیا د څارنې ادارې ، پېمرا د هیواد ټولو ټي وي چېنلو ته خبرداری ورکړی وو چې د پاکستان د پوځ او سترو عدالتونو پرضد خبرونه او پروگرامونه دې بند کړي گني د ټي وي چېنلو پرضد به سخت گامونه پورته کړې شي.

په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومینټ په نوم پورته شوي تحریک کې تور لگول کیږي چې دپاکستان پوځ په پښتنو په ظلمونو کې ککړ دی. د پاکستان په مطبوعاتو په ځانگړي توگه ټیلي وژن چینلونو کې د پي ټي ایم خبرونه نه ورکول کیږي. د څېړونکو په خیال د ټي وي چېنلې د پي ټي ایم خبرونه د پوځ په فشار نه ورکوي.

ښاغلی رشید وايي باید د پي ټي ایم غوښتنې واوریدل شي او دهغويي سره چې حکومت کوم لوظونه کړي دي هغه دې وپالل شي.

د اطلاعاتو پخوانی وزير سنېټر پرویز رشيد وايي په پاکستان کې مطبوعات اذاد نه دي نور تفصيل په مرکه کې واورئ چې رحمان بونيري ورسره کړې ده

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG