لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچي کې د حکومت مخالفو ګوندونو ستره احتجاجي غونډه وشوه


د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو په لسهاوو زره پلویانو د اتوار/یکشنبې په ماښام په کراچي ښار کې احتجاجي مظاهره وکړه او د احزاب اختلاف مشرانو پخپلو ویناوو کې بیا هم له عمران خان وغوښتل چې مستعفي شي.

بل اړخ ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملتان کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، حکومت خپله موده پوره کوي. هغه زیاته کړه چې «پي دي اېم یو منفي اتحاد دی، ولې چې د دوی نه اېجنډه یوه ده او نه منشور، او نه یې مشر یو دی.»

قریشي زیاته کړه چې خلک دې د دې «سازش» نه ځان بچ کړي. بل اړخ ته د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، «د نواز شریف ټوله سیاست په منافقت ولاړ دی او نن هم منافقت کوي. ددوی وینا ګانې له جمهوریت سره څه تعلق نلري.»

خو د مسلم لیگ یو مشر خواجه آصف د یو ټویټ له لارې ویلي: د دوو کلونو راهیسي عمران خان نوی پاکستان ندی جوړ کړی. نواز شریف په یوه وینا کې، نوی عمران خان کړ، زر ټکه د زرګر، یو ټک د آهنګر!

د کراچي احتجاجي غونډه، د هغه کمپېن برخه ده چې مخالف سیاسي ګوندونه غواړي په وزیراعظم عمران خان زور راوړي او هغه له واکه لېرې کړي. دوی وایي چې پوځ د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې ټګي کړې وه او عمران خان یې د وزیراعظمۍ کرسۍ ته ورساوه.

د پاکستان نهو غټو سیاسي ګوندونو دا ځل د پي ډي اېم یا پاکستان ډېموکرېټک مومنټ په نوم یو اتحاد جوړ کړی او هدف یې په ټول پاکستان کې د حکومت خلاف مظاهرې او مزاحمتونه دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ کراچي ښار کې احتجاجي غونډې ته له تګ مخکې د مسلم لیګ ن ګوند یوې مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز خبریالانو ته وویل، "مونږ سره یو لاس شوي یو چې د پاکستان د خلکو حفاظت وکړو او هغوی ته نجات ورکړو. که چېرته دا حکومت پرېښودل شي چې خپله دوره مکمله کړي، دا به دا ملک تباه کړي."

په پاکستان کې د حکومت خلاف د دغو مظاهرو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران او انفلېشن سره مخ دی او اقتصادي وده یې هم منفي شوې ده.

دري شپېته (۶۳) کلن فقیر بلوچ چې په کراچي کې یې احتجاجي غونډه کې برخه اخیستې وه، رایټرز ته ویلي، "ګرانۍ او انفلېشن د غریبو شهریانو ملا ورماته کړې ده او ډېر خلک يې دې ته مجبوره کړي دي چې د خپلو اولادونو د مړولو دپاره له نورو خیرات وغواړي. بده ورځ راغلې ده، او دا حکومت باید مستعفي شي."

د پاکستان آینده انتخابات به په کال ۲۰۲۳ کې وي، مګر د عمران خان سیاسي مخالفین هغه د دې اوسني بد حالت ذمه وار ګڼي او ورباندې زور اچوي چې همدا سږکال دې استعفا ورکړي.

په کراچي کې د اتوار/یکشنبې د احتجاجي غونډې نه وړاندې، د مخالفو سیاسي ګوندونو د پنجاب صوبې په ګوجرنواله کې هم د عمران خان خلاف د جمعې په ورځ غټه مظاهره وکړه.

د وېډیو لېنک له لارې هغې غونډې ته په خبرو کې، له لندن نه پخواني وزیراعظم نواز شریف د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه په دې تورن کړ چې ګني د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې یې درغلي او لاسوهنه کړې وه او ګني په ۲۰۱۷ کال کې د ده (نوازشریف) د ایسته کولو په سازش کې هم شامل و.

د پاکستان پوځ مخکې تر دې څو څو ځله ویلي چې دوی په سیاسي چارو او یا انتخاباتي چارو کې هېڅ لاسوهنه نده کړې، خو د نواز شریف تازه بیاناتو ته یې تر اوسه څه جواب ندی ویلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG