لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ :په پاکستان کې د اظهار په ازادۍ پابندي او څارنه سوا شوې ده


په پاکستان کې د اظهار په ازادۍ پابندي او څارنه سوا شوې ده. یو غيردولتي سازمان بايټس فار ال په خپل تازه رپورټ کې ويلي دي چې د اظهارپه ازادۍ قدغنونو سوا شوي دي، ټولينز فعالين څارل کیږي اولا درکه کیږي. رپورټ دا هم وايي چې په انټرنيټ کیدونکي جرمونه او د انټرنيټ ارميز یعني حمله گرو په شميره کې پرله پسې اضافه روانه ده .

پاکستان کې د انټرنيټ د کارونکو د حقونو د څارنې غيردولتي سازمان بايټس فار ال لخوا د انټرنيټ لينډ سکيپ ٢٠١٧ د سرخط لاندې جاري کړې شوي رپورټ کې ادعا شوې چې کال ٢٠١٧ پاکستان کې انټرنيټ ته رسای په بابله يو شمير ننګونو او ستونزو سره مخ کال ؤ.

رپورټ وايي په انټرنيټ د ادارو غيرقانوني عمل داري وه او د راې د اظهار ازادي د يو شمير خنډانو سره مخ وه ، معلوماتو ته رساي مشکل وه او د رازدارې حقونه هم د پښو لاندې وو.

رپورټ د انټرنيټ په اړه د کال ٢٠١٦ په قانون کې د نور ښوالي راوستلو او يا د نوي قانون د جوړښت په ضرورت هم ټينګار کړی دی.

رپورټ بيا واي هم ددغه ګامونو له کبله پاکستان کې د سيلف سنسرشپ یعني په ځان پخپله نظر ساتل او د سزا نه د بچ کيدو هڅې کیږي.

د بايټس فار ال څيړنکار هارون بلوچ ډيوه ريډيو ته واي دغه رپورټ پاکستان کې د انټرنيټ ازادۍ ته ورپېښو انديښنو ته اشاره کوي .

پاکستان کې د بشري حقونو وتلې فعال او قانون پوه جبران ناصر واي په انټرنيټ د ازادو اوازونو د غلې کولو لپاره اکثر د مذهب د سپکاوي تور کارول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG