لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فتوا: پاکستان کې په زور شریعت او ځانمرګي بریدونه حرام دي


په کال ٢٠١۴ م کې طالبانو د پېښور په ارمې پبلک سکول حمله وکړه چې پکې گڼ شمیر ماشومان ووژل شو
په کال ٢٠١۴ م کې طالبانو د پېښور په ارمې پبلک سکول حمله وکړه چې پکې گڼ شمیر ماشومان ووژل شو

د پاکستان دیني عالمانو په یوه فتوا کې د ریاست خلاف وسلواله مبارزه غیراسلامي ګڼلې او ځانمرګي بریدونه یې حرام ګڼلي دي. په پاکستان کې دیني عالمانو په وار- وار په دې هېواد کې د ترهګرۍ په ضد فتواوې ورکړي دي، خو داسې ښکاري چې وسلوالې ډلې یې پروا نه کوي

د پاکستان د دیني علماوو دغه غونډه د اسلام اباد د نړیوال پوهنتون د إسلامي څېړنو په څانګه کې شوې، چې د بېلابېلو مذهبي فرقو عالمانو پکې ګډون کړی دی.

Write Your Quote Hereیواځې یو اسلامي حکومت کولای شي جهاد اعلان کړي او د وسلو کارولو اجازه ورکړي. پر خلکو خپله نظریه د وسلو په زور منل له تشدد سره برابره خبره ده او مقصد یې پر مځکه فساد خپرول دي

د پاکستاني عالمانو فتوا په أفغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا په زور د شریعت لپاره پر وسلواله مبارزه او ځانمرګو بریدونو پټه خوله ده. کابل تور لګوي چې وسلوال د پاکستاني عالمانو په فتوا په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه کوي.

یوه پاکستاني خبریال محمد عامر رانا په دې وروستیو کې أفغانستان ته سفر کړی وو او په ډان انګرېزي ورځپاڼه کې یې په خپل کالم کې لیکلي وو، پخواني أفغان ولسمشر حامد کرزي ډېره هڅه وکړه، چې پاکستان د خپلو دیني عالمانو په وسیله په أفغانستان کې د ترهګرۍ په ضد فتوا ورکړي، خو بریالی نه شو.

د پاکستاني عالمانو په اوسنۍ فتوا کې هم چې په أفغانستان کې د ترهګرۍ په اړه ذکر نه شته او نه هلته د وسلوالو فعالیت غیراسلامي ګڼل شوی، نو داسې ښکاري چې په پاکستان کې ډېری دیني عالمان لا هم په افغانستان کې د وسلوالو فعالیت جایز ګڼي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې (دي نیوز) په یوه رپوټ کې ویلي، چې ۱۸۲۹ دیني عالمانو په یوه خوله فتوا ورکړه او په پاکستان کې یې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل.

ورځپاڼه وایي په دې فتوا کې لیکل شوي، چې که څوک ځانمرګي بریدونه کوي یا بل څوک دې کار ته هڅوي، هغه د اسلام له نظره باغیان دي او حکومت یې په ضد د ګام اخیستو جواز لري.

دغو دیني عالمانو ویلي، چې که څوک په پاکستان کې د وسلو په زور شرعي نظام نافذول غواړي اسلام د دې کار اجازه نه ورکوي. په دې ګډه خپره شوې فتوا کې لیکل شوي:

"یواځې یو اسلامي حکومت کولای شي جهاد اعلان کړي او د وسلو کارولو اجازه ورکړي. پر خلکو خپله نظریه د وسلو په زور منل له تشدد سره برابره خبره ده او مقصد یې پر مځکه فساد خپرول دي"

په فتوا کې راغلي چې د اسلام په نوم وسلواله مبارزه یواځې د اسلام او پاکستان دوښمنانو ته ګټه رسولای شي، ځکه نو د جهاد په نوم مذهبي توندروي خپرول جواز نه لري او دوی ته د منلو وړ نه دي.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد دغه تازه فتوا د سه شنبې-منګل په ورځ د پاکستان د ولسمشر منون حسین په صدارتي دفتر کې په رسمي توګه وړاندې شي او دې فتوا ته به د (پیغامِ پاکستان) نوم ورکړل شي

په پاکستان کې مخکې هم د دیني عالمانو له خوا دې ته ورته فتواوې خپرې شوي، چې په دې هېواد کې یې ترهګري او ځانمرګي بریدونه غیراسلامي ګڼلي دي، خو هغه وسلوالې ډلې چې په پاکستان کې وسلوال بریدونه کوي، د دغو فتواوو پروا نه کوي او د ریاست په ضد جګړه د اسلامي شریعت لپاره مبارزه ګڼي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG