لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزارت: د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه بدلوي


د طالبانو له خوا د افغان ولس په ضد د مرګنیو بریدونو ذمه واري په خپل سر اخیستو یو څو ورځو وروسته صدر ډانلډ ټرمپ د تېر ګل په ورځ ویلي، چې امریکا له وسلوالو طالبانو سره خبرې اترې کول نه غواړي. "هر طرف ته بې ګناه خلک بې دریغه وژل کېږي، په ګړد افغانستان کې کورنۍ او ماشومان په بمونو وژل کېږي، نو ځکه موږ له طالبانو سره خبرې نه کول غواړو". تر دې یوه ورځ وروسته په کابل کې د امریکا د خارجه چارو وزارت مرستیال سیکرټر جان سولېون افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې له دې جګړه ځپلي هېواد سره به امریکا خپلې ژمنې جاري ساتي. "صدر ټرمپ زموږ په پالیسۍ کې د بدلون اعلان نه دی کړی او هغه ځکه چې زموږ پالیسي د شرایطو په اساس ده. ولسمشر د ترهګريزو پېښو په اړه تبصره کوله چې موږ په تېرو څو اوونيو کې وليدل او زموږ د افغان همکارانو لپاره پالیسي او ملاتړ به تر هغه شرایطو پورې دوام ومومي کوم چې په پالیسۍ کې ځای پرځای شوي دي چیرته چې طالبان غواړی چې د خبرو اترو میز ته راشي چې دلته د جګړې د سوله ییز حل په اړه خبرې اترې وکړي". د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ویاند شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ ته ویلي چې افغان حکومت اوس مجبور دی چې د د خبرو اترو په ځای د جګړې په میدان کی بریدونو ته ځواب ووایي: "په کابل او نورو ولایتونو کې په وروستيو کې د طالبانو له خوا تر سره شوي جرمونه په عملي ډول تر حد تیر شوي دي. افغان حکومت د خلکو، دیني عالمانو او سیاست مدارو په غوښتنه داسې ښکاري چې د ترهګرو پرضد د هر ډول امکاناتو لټولو مسؤلیت په غاړه اخیستی". يو شمېرڅېړونکي وايي په افغانستان کې د 16 کلونو پوځي مبارزې باوجود امریکا لږ څه نتیجې ښودلې دي. له رانډ کارپوریشن سره کارکوونکې ربیکا زمرمین ویلي: "موږ به مذاکرات نه کوو. موږ به د دې ځواب یواځې په جګړې سره ورکوو. له بده مرغه، دا هغه څه دي چې موږ یې له څو کلونو راهیسې هڅه کوو خو دې څه ښې نتیجې را نه کړې". د طالبانو یو ویاند د تېر نهې په ورځ پر امریکا تور لګولی چې پر افغانستان خپله قبضه غزول غواړي او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ او د هغه اتحادیانو ته به سخت ردعمل ښودل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG