د افغانستان سلگونوامنیتی قواووچه د امریکایی قوی ملاتړورسره ؤ، د کندهاردولایت په یوه ولسوالی کی لږ ترلږه ٣٢ یاغی طالبان وژلی دی. یاغیانو تیره هفته د میانشین په ولسوالی حمله وکړه ، ٣١ کسه یی یرغمل کړل او،وروسته یی، د هغونه اته کسه ووژل. دا تندروان وایی چه ٢٣ یرغمل یی خوشی کړیدی. کوم څلورسووافغان عسکرونن د سباوون نه مخکی سیمی ته ننوتل او١٥ مشکوک تندروان یی ونیول او یوولس نوریی ووژل. په دغه سیمه کی د امریکا په هوایی بمباریوکی کوم ٢١ کسه نور مشکوک تندروان ووژل شول. د ملگروملتونواوافغانستان مامورین وایی چه د کندهاردولایت په یوه بل ځای کی تندروانو د انتخاباتو د چارویوکارکوونکی په ناڅاپی حمله کی وژلی دی. دا د سپتمبردپارلامانی انتخاباتونه مخکی دویم مامور و و چه ووژل شو.
1