لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او امریکایی عسکرو د طالبانو په ضد عملیات ختم کړل


افغان او امریکایی قواو د افغانستان په جنوب کی د طالبانو په ضد خپل وروستي عملیات ختم کړي دي . هغوی په دې عملیاتو کی څه د پاسه سل یاغی طالبان ووژل مگر د طالبانو د غټو قوماندانانو په نیولو کی چی ویل کیدل همالته پټ دي ناکامه شول . په دې عملیاتو کی چی د کندهار او زابل د ولایتونو تر منځ کوم ځای وشول د امریکا د جنگي الوتکو او تعرضی هلیکوپترو نه کار واخیستل شو . د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چی دا عملیات نن غرمه پای ته ورسیدل او دا خبره نه ده تایید شوې چی هلته د طالبانو غټ قوماندانان پټ وو . ددغه وزارت یوه نطاق لطف اله مشعل وویل اکثره تروریستان وژل شوي مگر څو تنه یې پاکستان ته تښتیدلي دي . هغه وویل هغه یاغیان چی په دې عملیاتو کی نیول شوي دي ویلی یې دی چی ددوی مشران د تیري سه شنبې تر وځی پوری په دې سیمه کی وو، مگر نطاق وویل چی دئ فکر نه کوی چی دغه مشران دي دې سیمي ته راغلي وی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG