د امریکا حکومت په ټول ملک کی داسی کوششونه شروع کړیدی چی د هغی سره عام اولس د مارغانود انفلوینزا د ناروغئ نه د ځان د ژغورلو دپاره تیار کړی. دی لړ کی د امریکا د عامی روغتیا وزیر ښاغلی مایک لیویټ په واشنگټن کی د ټولو ایالتونو او محلی حکومتونو استازی رابللی دی ، تر څو په دی حساسه موضوع ورسره صلاح مشوری وکړی. د امریکا د عامی روغیتا وزیر ډیره قوی اندیښنه ښودلی ده که چری په امریکا کی د مارغانو د والگی مرض خور شو نو د ٩٠ میلونو نه زبات خلک به په څلورو میاشتو کی ناجوړه، دوه میلونه به مړه او لس میلونه به شفاخانو کی بیستر کړی. هغه اعلان کړیدی چی راروانو څلورو میاشتو کی به د امریکا ټولو ٥٠ ایالتونو کی د محلی چارواکو سره غونډی جوړوی او ددغه خراب مرض د مخنیوی د مقابلی پلانونه به ورسره مطرح کوی. جمهورریس بش د امریکا د اولسی جرگی نه غوښتی دی چی دغه بد مرض د مخینوی او د مارغانو دوالگی د ممکنه خوریدو د مقابلی دپاره دی د اوو میلیاردو ډالرو بودیجه منظوره کړی
1