لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانی چارواکی وایی چی په خوست کی د سر تیرو د بمونو  په چاودنو کی اوه کسه وژل شویدی


افغانی چارواکی وایی چی پرون د خوست په ولایت کی د دوه و سرتیرو د بمونو په چاودنو کی ددغو دوه و تنو په گډون اوه کسه وژل شویدی.

مامورین وایی چی یوه سرتیری چی د ښځو چادری یی اغوستی وه او موټر یی چی بمونه پکی پراته و پداسی وخت کی وچاود چی عسکرو هغه تلاشی کاوه .

پدی چاودنه کی دوه ملکی کسان او دری عسکر هم وژل شوی دی او دری نور زخمی شوی دی .

چارواکی ددی پیښی مسولیت پر طالبانو باندی اچوی .

مبارزینو پدی وروستیو اونیو کی د افغانستان په جنوب او نتیځ کی د سرتیرو له خوا د بمونو په چاودنو شروع کړیده چی په لس هاو خلک یی وژلی دی.

طالبانو ویلی دی چی اکثره دا حملی دوی کړیدی او وایی تر هغو به دغو حملو ته دوام ورکی چی خارجی عسکر د افغانستان نه ووځی.

په افغانستان کی د امریکا څه دپاسه اتلس زره عسکر پراته دی او ټاکل شویده د هالند پارلمان نن دا فیصله وکړی چی افغانستان ته د ناتو په قواو کی نور عسکر هم ولیږی او که نه .

XS
SM
MD
LG