لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کي، یوه مظنون سرتېري په یوې انتحاري حملې کي لږترلږه لس تنه وژلي


د پاکستان په شمال غربي سیمه کي، یوه مظنون سرتېري په یوې انتحاري حملې کي لږترلږه لس تنه وژلي او تقریباً څلوېشت نور یې ټپیان کړي دي. دغه چاودنه د شیعه مسلمانانو په ېوې غونډه کي وشوه چي د عاشورا د ورځي په مراسمو کي یې برخه اخېستې وه. د امریکا ږغ خبریال، بنجمېن سېنډ، پدې باب له اسلام اباد څخه رپورت راکوي.

دغي چاودني د هانگو په ښارگوټي کي چي د اسلام اباد څخه قریب ٢٠٠ سوه کیلومتره جنوب شرق پلو ته پورت دی، بلوا او اعتراضونه راوپارول.

ددې تر مخه چي پولیس او د پاکستان پوځ د هانگو پر ښار باندي خپل کنترول ټینگ کړي، په سلهاوو شیعه اعتراض کونکو موټران او دوکانونه سوځولي وو.

د پاکستان داخله وزیر، افتاب شیرپاوو، وایي تر اوسه پوري په ښار کي تاوتریخوالي سته، خو د سنیانو او شیعه گانو مذهبي مشران غواړي چي پخپلي همکارۍ د بلي جگړې مخه ونیسي. د دواړو مذهبونو مذهبي مشرانو پر خلکو باندي د ارامۍ او زغم ږغ کړی دی، او د هغو کارونو څخه یې منع کړي دي چي ښایي حالات نور هم خراب کړي. هغه وایي په ښار کي بندیز لگول سوي، او د ښار پر سړکونو باندي تلاښۍ پیل سوي دي.

پاکستاني مقامات وایي په ټول هیواد کي امنیتي قوه د تیارسئ په حالت کي ده.

عاشورا د شیعه مسلمانانو تر ټولو مقدسه ورځ ده، دا د حضرت حسین د شهادت ورځ ده. هر کال، پدې همدې ورځو او شپو کي افراطي سني مسلمانان شیعه گان په نښه کوي.

په افغانستان کي هم په مذهبي تشدد کي په سلهاوو شیعه گانو او سنیانو برخه اخېستې وه چي په نتیجه کي په لسهاوو خلک ژوبل سوي دی.

عیني شاهدان وايي د هرات په ښار کي د همدې مذهبي جنگونو په نتیجه کي لږترلږه دوه جوماتونه وران سوي دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG