په زرهاو مسلمانان په هند ، پاکستان ، افغانستان ، بنگله دیش ، مالیزیا او په منځنی ختیځ کی د اسلام د پیغمبر په خلاف د خپرو شویو کارتونونو په ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکوی .
په هند کی هم نن لومړنی غټه مظاهره په پایتخت نوی دهلی کی هغه وخت وشوه چی مسلمانان د جمعی د نمانځه دپاره را وتلی و او د مرگ پر دنمارک باندی شعارونه یی ورکول.
په پاکستان کی هم په زرهاو کسان د هغه هیواد په پایتخت اسلام اباد او همدا راز نورو غټو ښارونو لکه کراچی ، لاهور پیښور او کوټه کی احتجاجی مظاهرو ته دوام و رکوی .
همدارنگه د داکی د غټ جومات بیتاال مکرم بهر هم خلک را غونډ شوی و او هغو نانځکو ته چی د دنمارک ، ایتالیی ، فرانسی او ناروی نومونه ورکړ شوی و وسوځولی.
په افغانستان کی هم مظاهره چیانو د پایتخت په بیلو ښارونو کی مظاهرو ته را وتلی و .
دیته ورته مظاهری د منځنی ختیځ په ځینو ښارونو کی هم لیدل شوی او د مالیزیا په پایتخت کولالمپور کی پولیس وایی دوه زره تنو مظاهره چیانو د دنمارک سفارت ته نږدی د یوه جومات نه مارش وکړ او د اسراییلو او غرب په خلاف یی شعارونه ورکول.
په مالیزیا کی دا مظاهری پداسی حال کی کیږی چی د مالیزیا صدراعظم عبدالله احمد بداوی په بین المللی کنفرانس کی وویل چی اسلامی او غربی نړی باید یو له بله سره تضاد ونه او اختلافونه پریدی او یوه بل ته دی په مساوی نظر وگوری.