لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي د عراق په سماراکې د ا لعسکریې په زیارت باندې تېرورستي حمله کلکه غندلې ده


د رپوټونو له قراره په سماراکې د العسکریې زیارت ته تاوان رسېدلئ او طیلایي گنبده یې ورانه شوېده.

پدې پېښه کې دوه تنه چې دپولیسو په جامو کې ورغلي وو زیارت ته نږدې یې ځانونه هم په چاودنه کې الوزولی دی.

جمهور رئیس کرزي ددې خبر پر خپرېدو وویل چې تېرورستان کوشش کويچې د شیعه گانو او سونیانو تر منځ درز واجوي. سونیانو اوشیعه گانو داسلام په ټول تاریخ کې یو دبل سره په سوله کې ژوند کړئ دئ.

د العسکریې په زیارت باندې ددې قصدي حملې هدف په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو تر منځ اتحاد تخریبول وو. د تېرورېزم دغه وحشی عمل د اسلام او انسانیت خلاف یو کار دئ او زه یث په شدت غندم.

د افغانستان جمهوررئیس د عراق د سونیانو او شیعه گانو نه وغوښتل چې د صبر او زعم نه کار واخلي او دښمن پرې نږدي چې پر دوی کې بې اتفاقي واچوي. ښاغلي کرزي د افغانستان د خلکو پ نماینده گۍ د عراق د خلکو سره خواخوږي وښودله او د عراق د کامیابۍ او نېکمرغۍ دعا یې وکړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG