لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین وایی چی امنیتي قواو یې دوه مشکوک یاغي طالبان وژلي دي


افغاني مامورینو ویلی دي چی امنیتي قواو یې تیره شپه د مشکوکو یاغي طالبانو سره په جگړه کی دوه طالبان وژلي دي . په دې جگړه کی یوه ښځه هم وژل شوې ده .

مامورینو وویل چی افغاني قواوي پرون د ننگرهار په ولایت کی د یاغیانو سره چی په یوه ودانۍ کی پټ شوي وو ، په سخته جگه اخته وې .

محلی مامورین وایی چی په دې جگړه کی امریکایی عسکرو د افغاني قواو ملاتړ کاوه مگر امریکایی مامورینو دا خبره نه ده تایید کړې . مامورینو ویلی دي چی مشکوک یاغي طالبان چی د چپرهار ولسوالۍ ته ورغلي وو د هغه ځای نه تښتیدلي دي . په ودانۍ کی د یوه سړي مړی پیدا شوی دی .

په افغانستان کی په دې وروستیو وختو کی د مبارزینو حملې زیاتی شوی دي او ددې حملو رپوټونه تقریبا هره ورځ ورکول کیږی .

د امریکا په مشري قواو په ٢٠٠١ کال کی طالبان وروسته له هغه پسې واخیستل چی هغوی د القاعده مشر اسامه بن لادن په امریکا کی د سیپټیمبر د یوولسمي د حملو نه وروسته په لاس ور نه کړ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG