لاس رسیدونکی لینک

 
په بغداد کی د تندرو یاغیانو په حملو کی لږ ترلږه  پنځه ویشت کسان وژل شوی دی
تازه خبر

په بغداد کی د تندرو یاغیانو په حملو کی لږ ترلږه  پنځه ویشت کسان وژل شوی دی


عراقی مامورین وایی چی د تندرو یاغیانو له خوا په حملو کی چی په بغداد او شاو خوا سیموکی وشوی ،لږ ترلږه پنځه ویشت کسان وژل شوی دی.

مامورین وایی د بغداد شمال لویدیځ پلو د خالص په نوم ښار کی دسنی مسلمانانو یو جومات ته نږدی د بم چاودنه هغه وخت وشوه چی خلک د جومات نه د وتلو په حال کی وو. پدی چاودنه کی پنځه تنه ووژل شول او پنځلس نور زخمیان شول.

پدی وروستیو فرقوی جنگونو کی چی تیره میاشت د فبروری په دوه ایشتمه نیټه ، په سماره کی د شیعه گانو د لوی جومات د الوځولو نه وروسته پیل شوی دی اوس پر سنی جوماتونو حملی زیاتی کیږی. د بغداد په جنوبی برخه کی نن یو وسله وال سړی د یو نانوایی څلور کارکونکی ووژل . کله چی پولیس د پیښی صحنی ته ورسیدل نو د سړک د غاړی یو بم وچاودید . یو پولیس صاحب منصب پکی مړ او یو بل پکی ټپی شو .

د عراق په پایتخت بغداد کی په یوه بله جلا حمله کی دری نور صآحب منصبان ووژل شول.

په واشنگتن کی د پنجشنبی په ورځ د امریکا ددفاع وزیر دانلد رمزفلد وویل دا چی په عراق کی د نوی حکومت د جوړولو په لاره کی لوی خنډ او ځنډ را ولاړیږی وجه یی په هغه هیواد کی همدا د تشدد پیښی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG