لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د الوتکې په یوه پیښه کې پنځه تنه مړه شویدی


امریکائې مامورین وائې، یوه الوتکه چې امریکا کرا کړی وه ،پرون دافغانستان په جنوب کې دمیدان له کرښی یا رن وی نه وښویدله . په دغه پیښه کې پنځه تنه مړه شویدی چې دوه تنه ئې داوکرائنی عملېې غړی دی .

په کابل کې د امریکا د سفارت نطاق ‏(‎لووفینتور ‏)‎ نن وویل ، په دغه الوتکه کې چې پرون وغورځیده ، څلورتنه د اوکرائنی عملېې غړی، یولس تنه امریکایان او دوه نورکسان چې هویت ئې تراوسه ندی معلوم سپاره وو.

ددغې الوتکې نوری سپارلی لږشانتی زخمی شویدی .

کله چې دا الوتکه دکورونوسره ولگیده نو د دوماشومانو په شمول دری تنه ئې ووژل . دکوچیانو په سیمه کې لږترلږه پنځه تنه لارویان هم په دغه پیښه کې ټپیان شویدی .

محلی ماموران وائې، دغه الوتکه هغه وخت دهلمند ولایت دمرکز لشکرگاه دهوائې میدان له رن وی نه بل خواته واوښتله چې یوه لارۍ دالوتکې مخی ته راغله .

دغه الوتکه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مخدره موادو او د قانون د تطبیقولو د چارو بین المللی دفتر کرا کړی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG