لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دهغو لسو امرېکا یی عسکرو مړی پېدا شوی دی چې په کونړ کې دېو هېلېکوپټر په ټکر کې مړه شوی وو


په افغانستان کې دامرېکا اردو وایی دوی دهغو لسو امرېکا یی عسکرو مړی را پېداکړیدی چې دکونړ ولاېت په غرنی سېمه کې دېو هېلېکوپټر په ټکر کې مړه شوی وو.

د امرېکا د پوځ ېوې نطاقې تمارا لارېنس ووېل د لس واړو عسکرو مړی د ټکر په ځای کې نن د ېکشنبی په ورځ دوخته اسد اباد ته نېژدی پېداشویدی.

تمارا لارېنس ووېل ددې نښی نښانی نشته چې دا هېلېکوپټر دې ددښمن په ډزو رالوېدلی وي . هغی د طالبانو هغه ادعا چې وایی دوی ېو هېلېکوپټر را غورځولی دی رد کړه.

رپوټ وایی د الوتکی دغورځېدو د سبب د معلومولو په برخه کې تحقېقات روان دی.

دغی شېنوک، هېلېکوپټری دامرېکا او افغان قواو په هغو تهاجمی عملېاتو کې برخه اخېستله چې د غره د زمري په نامه ېادېږی ، د عملېاتو په ترڅ کې د جمعی په ورځ ناوخته وغورځېدله.

د امرېکا او افغان قواو چې شمېرېې ٢٥ سوه کسانو ته رسېږي له تېرې مېاشتی راهېسی په دې خآطر په کونړ کې گډ عملېات کول چې په القاعده او طآلبانو پوری مربوط سر تېری له هغه ځای نه اېستلو ته اړکړی.

XS
SM
MD
LG