لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار په ولایت کې څلورکارگر وژل شویدی


په افغانستان کې دامریکا پوځی مقامات وائې، دغزنی په ولایت کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دائتلاف دقواو یو عسکر وژل شویدی.

دپوځ بیانیه وائې، دغه عسکر چې هویت ندی معلوم شوی چې دکوم هیواد دی ، هغه وخت ووژل شوچې موټرئې دیاغیانو سره دټوپک دډزونه وروسته په بم وخوت .

همدغه راز نن ناپیژندل شوو وسله والو کسانو څلور افغانان چې دسرک جوړولو یوې هندی کمپنی استخدام کړی وو، په کندهارکې وژلی دی . محلی مامورین وائې، ددغوکسانونه چې وژل شویدی څوزره ډالر هم وړل شویدی .

دکندهار دوالی نطاق داود آحمدی وائې، دا نده معلومه چې داکسان طالبانو وژلی یاعادی غلو. خو دسرک دجوړولو دا کارگران دمیوند په ولسوالې چې طالبانو پکې دحکومت ضد بغاوت ته زور ورکړیدی وژل شویدی .

طالبانو پخوا هم دهند دسړک جوړولو دکمپینو په کارگرو باندی دغسی حملی کړیدی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG