لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اندونیزیا کې یو بل کس دمرغانو په مرض مړشویدی


په اندونیزیا کې دروغتیا دچارو ماموران وائې، محلی معاینې ښئ چې په څوارلس کلن باندی چې دروانې هفتی په سرکې مړشویدی،دمرغانو دمرض ویروس اغیزه کړی وه.

دروغتیا نړیوال سازمان لاتراوسه پوری ددغو معاینو نتیجی ندی تائیدکړی . WHO مامورانو دپنجشنبی په ورځ تائید کړه چې په اندونیزیاکې اته دیرشم ‏(‎٣٨ ‏)‎ کس په‏(‎ H5N1‏)‎ ویروس مړشویدی .

دچین دعامی روغتیا مامورانو هم دپنجشنبی په ورځ تائیدکړه چې هانگ کانگ ته نژدی دگوانگ دونگ په ولایت کې په یوسړی کې دمرغانو دمرض نخښی نښانی لیدل شویدی چې په روغتون کې بستری شویدی او روغتیائې ‏حالت ئې ډیرجدی دی .

ددغې پیښی په نتیجه کې هانگ کانگ له چین نه دچرگانو په واردلو باندی دری هفتی بندیز لگولی دی .

ددوه زره دریم کال نه راپدی خوا په درسته نړۍ کې دمرغانو په مرض څه دپاسه ‏(‎١٢٥ ‏)‎ تنه وژل شویدی . اکثره دغه مړی په اسیا کې شویدی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG