لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایټالی حکومت ومنله چې له افغانستان نه خپل عسکر نه او باسی


دایټالی حکومت ومنله چې نه غواړی له افغانستان نه خپل عسکر اوباسی، که څه هم چې دائتلاف کیڼ اړخی ډلې د افغانستان نه دایټالی دعسکرو ویستل غوښتل . دغې ډلی گواښ کړی وچې په پارلمان کې به د دغه اقدام په خلاف رائې ورکړی .

دایټالی کابینی نن درایو په اتفاق په افغانستان کې دایټالی د دیره عسکرو لگښت تصویب کړمگر دغه اقدام تراوسه پوری دپارلمان تصویب ته ضرورت لری . دصدراعظم ‏(‎ رومانو پرودی ‏)‎ حاکم ائتلاف په ولسې جرگه کې پوره اکثریت لری مگر دمشرانو په جرگه کې بشپړ اکثریت نلری.

ایټالیه په افغانستان کې دناټو په عسکرو کې دیارلس سوه عسکرلری. حکومت دپنجشنبی په ورځ اعلان کړی وچې له افغانستان نه څلورسوه عسکراوباسی که څه هم چې ناټوغواړی په افغانستان کې خپل ماموریت ته پراختیاورکړی .

دغه اعلان دکیڼ اړخو سره دروغې جوړی په نیتجه کې وشو چې هغوی له فغانستان نه دایټالی دټولو عسکرو ایستل غوښتل . او دائتلاف نور غړی غواړی چې دافغانستان په عملیاتوکې ایټالیه باید رول ولوبوی .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG