لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډار فر کې دملگرو ملتونود سولى د قوى د قبولولو ټېنگار


نړېوال مشران په دى ټېنگار کوى چې سوډان په ډار فر کې دملگرو ملتونود سولى قوه قبوله کړى.

نن د سه شنبى په ورځ د ډارفر په باب په ېو کنفرانسى کې کوفى عنان ووېل چې دى امېدوار دى چې د سوډان حکومت به همکار ى وکړى او په ډارفر کې به دملگرو ملتونو دسولى دقوې ملاتړ وکړى. دا کنفرانس په بلجېم کې داروپايي اتحاد له خوانه جوړ شوى او ددوشنبى په ورځ ېې ووېل چې په ډارفر کې دحل ېوازېنى او د اوږدې مودى لاره داده چې هلته د سولى قوه واچول شى. د سوډان حکومت دملگرو ملتنو نو له خوانه په سېمه کې دهرډول قوې اچول رد کړېدى.

په دغه سېمه کې له تېرو درو کلونو راهېسى په کورنېو جگړو کې نېژدى دوه سوه زره کسان وژل شوىدى. په برسلز کې د نن ورځى کنفرانس ېو مقصد داهم و چې د افرېقايى اتحآ د لپاره چې هلته د جگړو د مخنېو ى لپار کارکوى نور ه مرسته هم ورکړل شى. افرېقايي اتحآد هلته اوه زره عسکر لرى او دسپتمبر تر اولو شپو ورځو پورى دهغوى بودجه پاېته رسېږى.

د مرستو اتو مهمو ادارو ېو عاجل پېشنهاد کړېدى او هغه دا چى د افرېقايي اتحاد مامورېت باېد هلته ادامه پېدا کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG