د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي قواو درې تنه عسکر د افغانستان په شمالي شرقي سیمه کي د یاغیانو سره په یوې نښته کي وژل سوي دي، او په عېن زمان کي، د هغه هیواد په جنوب کي، د یوه سرتېري په ځان مرگي حمله کي د ناتو د اتحاد یو عسکر ووژل سو.
د متحده ایالاتو پوځ د ایتلافي قواو د دریو تنو وژل سویو عسکرو ملي هویت ندی افشا کړی.
بلخوا، د جمعې په ورځ، د ناتو تر قیادت لاندي قوې وویل یوه سرتېري بم چونکي خپل موټر بم د کندهار په ښار کي پر یوه کاروان ور برابر کړ. د ناتو د اتحاد د وژل سوي عسکر ملي هویت ندي ذکر سوی.
د متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چي امریکايي او افغان عسکرو د افغانستان په جنوب شرقي سیمه کي د القاعده درې جنگیالي د یوې حملې په ترڅ کي ووژل.
مقامات وايي د خوست د ولایت په عملیاتو کي درې مظنون کسان توقیف سول. دوی وايي ددې حملې هدف د القاعده د هغو غړو له مینځه وړل وو چي پدې سیمه کي د سړک د غاړي د بمونو په اېښودلو تورن وو.