لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

میرمن بینظیر بوټو پاکستان ته دَ تگ ځنډولو خبره رد کړې ده


دَ پاکستان پخوانۍ صدر اعظمې میرمن بینظیر بوټو دَ جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف نوموړې ته هیواد ته دَ بیرته تگ پلان ځنډولو وینا ردکړې ده.
او دَ گوند مشرانو ویلي چې نوموړې به خپل اعلان کړی شوي وخت باندې هیواد ته بیرته راځي.
میرمن بینظیر بوټو اعلان کړی چې هغه به دَ اکتوبر په ١٨ نیټه هیواد ته بیرته ستنیږي.
جنرال پرویز مشرف د َ شورو په ورځ میرمن بینظیر بوټو باندې ټینگار کړی وو چې تر څو ستره محکمه د جمهور رئییسۍ ټاکنو کې د نوموړي دَ بریالیتوب قانوني اوریدنې پریکړه ور نکړي هغه دې خپل تگ وځنډوي.
ښاغلي پرویز مشرف او دَ میرمن بوټو تر مینځه د واک اختیار شریکولو پر سر جوړ جاړی شوی دی.
تیره اونۍ جنرال پرویز مشرف میرمن بوټو سره شوي جوړ جاړي تر مخا نوموړې او یو شمیر نورو سیاستمدارانو ته دَ بخښنې اعلان کړی وو. میرمن بوټو او دَ هغې په میړه باندې دَ بډو رشوتونو یو شمیر تورونه دي.

XS
SM
MD
LG