لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سبا ارو مرو خپل هيواد ته ستنيږم: بینظير بوټو


دَ پاکستان پيپلز گوند مشرې اؤ پخوانۍ صدراعظمې ميرمن بینظير بوټو ويلي دي چې دا به سبا دپنجشنبې پر ورځ خپل هيواد ته ستنيږي اؤ دپاکستان پر سياست کې دنيغ په نيغه رول لوبولو له لارې به دپاکستاني ولس په خدمت کې فعاله برخه اخلي.
دې سپيناوى کړى دى چې هيواد ته زما بیرته تگ دملي مصالحتي قانون يا دسترې محکمې دپريکړو سره هيڅ اړه نۀ لري بلکې دا يوه ازادانه پريکړه وه کومه چې ما دخپلو سياسي ملګرو سره له مشورې وروسته کړې ده.
دوبۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته خپل خطاب کښې دې وويل چې نواز شريف دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف سره په پوځي يونيفارم کې سازباز وکړو او سعودي عرب ته لاړو.
دملي مصالحتي قانون په ستره محکمه کې دچيلنج کولو په اړه بینظير بوټو وويل چې کله ډاکټر عبدالقدير دټي وي په پرده راغلى اؤ دايټمي رازونو څخه دپردې پورته کولو اعتراف يې وکړو نو هغه وخت سترې محکمې ولې مداخله نۀ کوله ؟
يا کله چې دنواز شريف سزاګانې ختمې کړى شوې او دى سعودي عرب ته وليږل شو نو هغه وخت دسترې محکمې لخوا مداخله ولې ونۀ ليدل شوه؟
بايد اوس هم دوه مخيزه معيار خپل نۀ کړل شى.
دې وويل چې وطن ته له ستنيدنې څخه اګاهو زۀ تر ټولو دمخه دمتحده عرب اماراتو ددولت مننه کووم چې ما او زما اولاد ته يې له جلاوطنۍ وروسته دلته داستوګنې موقع راکړه. ديوې پوښتنې پر ځواب کې ميرمن بینظير بوټو وويل چې دا وخت دملت او هيواد دژغورلو دپاره له ټولټاکنو پرته بله هيڅ يوه لاره نشته ما اؤ زما ملت پريکړه کړې ده چې پاکستان ته زما ستنيدل ضروري دي اؤ دخپلې وعدې له مخې زۀ هم سبا(پنجشنبه) خپل هيواد ته ستنيږم ترڅو دخپل اولس سره هيواد ته دستنيدنې وعده پوره کړم.
دې وويل چې نۀ خو پاکستان زما څخه لرې کيدى شي اؤ نۀ زۀ له پاکستان څخه. دا دلږ وخت جدايي وه چې سبا به پاې ته ورسيږي. پاکستان زما ايمان اؤ خلق يې زما خپل ځان دى. زۀ دپاکستان اولس خپل طاقت ګڼم. ميرمن بې نظير بهټو زياته کړه چې داوخت دپاکستان خلق دکړکيچنو حالاتو سره مخ دي.
ولس روزګار نۀ مومي، خلق دخوراک دپاره ډوډۍ اؤ دسر په سيوري کولو لپاره چهت ته حريان دي په ولږو تندو کې پاکستاني اولس ته ژوند کول اوس يو سخت عذاب جوړ شوى دى.
له کراچۍ نيولې تر وزيرستان د هیواد وضعيت خراب دى. او په کورني صورتحال چې څومره افسوس وشي کم به وي. ولې چې دهيواد دننه دا مهال قتل عام روان دى.
ددې ټولو ستونزو يوازينى هوارى دديموکراسۍ له لارې شونى دى. ميرمن بهټو وويل چې دملک دولت په لويو لويو ادارو لږول شوى چې ولس ته يې هيڅ ګټه نۀ رسيږي. ولې زۀ دخپل هيواد دولت پخپل اولس خرچ کول غواړم.
بلخوا په پاکستان کې دبې نظير بهټو بیرته تگ دهرکلي دپاره ټولې تيارۍ بشپړ کړى شوي دي اؤ دکراچۍ ښار دپيپلز گوند په بيرغونو، دَ بینظير بوټو په عکسونو اؤ دهرکلي په نعرو ډک کړى شوى دى دهيواد دمختلفو برخو څخه دپيپلز پارټۍ کارمندان دَ بینظيربوټو دهرکلي دپاره دجلوسونو په شکل کې دلکونو په شمير دکراچۍ ښار ته رسيدلي دي چرته چې دپروګرام ترمخه سبا ماسپښين يوه بجه بې نظير بهټو داتۀ کاله خودساخته جلا وطنۍ وروسته رسيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG