لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې وسله والو اوحکومتي ځواکونو ترمينځ نښته پيل شوه


دَ پاکستان صوبه سرحد حکومتي چارواکې وایي چې په سوات سيمه کې طالب پلوه جنګيالو پر ضد حکومتې ځواکونو له آړخه عملیات پیل شوي دي. او دَ دواړو تر مینځ ننښتې روانې دي.
مامورین وایي چې دَ ننختې هغه مهال پیل شې کله حکومتې ځواکونو دَ جنگیالو مشر مولانا فضل الله دَ امام ډهيرۍ مرکزنه چار چاپیره شول.
دَ دواړو خواؤترمينځ دپيل شوؤ سختو ډزو له امله يو طالب پلوه جنګيالى وژل شوى اؤ درې نور ژوبل دي.
امنيتي ځواکونه دامام ډهيرۍ څخه وروسته له هغې تاؤ شول کله چې پرون دامنيتي ځواکونو يو ټرک پرريموټ کنټرول بم والوزول شو چې له امله يې ديرش پوځيان ووژل شول .
جمعه سحر وختي چورلکو دهوا څخه پر امام ډهيرۍ ډزې پيل کړې چې دغو ډزو تر ناوخته دوام لرلو.
امام ډهيرۍ چې دَ جنگیالو مشر مولانا فضل الله مرکز ګڼل کيږي څخه ښځې او ماشومان ويستل شوي اؤ ټول کلى خالى کړل شوى دى.
دکبل دسيمې کوزه بانډه او بره بانډه کې دمولانا فضل الله ملاتړو مليانوخلکو ته دجوماتونو څخه ددولتي قواؤ په ضد سړکونو ته دراوتلو اعلانونه وکړل چې له دې وروسته دکوزې او برې بانډې په سوونو وسله وال دمولانا فضل الله په ملاتړ سړکونو ته راووتل اؤ مورچې يې ونيولې همدغه راز په غوريجه سيمه کې وسله والو پر يوه چورلکه هم ډزې وکړې خو کوم زيان يې ورونۀ رسولو.
دطالب پلوه جنګياليو لخوا دعوه شوې ده چې دوي يو شمير پوځيان يرغمل کړي دي خو دولت دغه دعوه تر دې مهاله نۀ ده تصديق کړې په امام ډهيرۍ ،بره بانډه، کوزه بانډه او فضا ګټ نومې سيمو دچورلکودالوتنو له امله په ټول سوات کې دجنګ فضاء جوړه شوې ده او دمينګورې ښارټولې لويې لارې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG