لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيګروپانټى اسلام اباد ته ورسيدو


دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيال وزير نيګروپانټى دپاکستان په دوه ورځني سفر پايتخت اسلام اباد ته رسيدلى دى.
نوموړى به دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف ، نورو چارواکو او سياسي مشرانو سره ليدل کتل کوي.
سرچينې وايي ښاغلى پونټى به دپاکستاني واکدارانو سره دهيواد پر سياسي وضعه خبرې اترې کوي او دوي به دامريکا ددريځ څخه خبروي.
پاکستان ته دروانيدو وړاندې مرستيال خارجه وزير وويل چې پاکستان کې سياسي عمل دليکې څخه بې ځايه شوى دى هغه به دپاکستاني چارواکو او سياسي مشرانو سره په ليدنو کې په سياسي عمل خبرې اترې کووم.
نيګروپونټى پاکستان ته په داسې حال کې خپل دوه ورځنى سفر کوي چې په دغه هيواد کې بيړنى حالت په ځايې کړل شوى او اساسي قانون ځنډول شوى دى چې له دې امله نۀ يواځې په نړيواله ټولنه کې دپاکستان په سياسي وضعيت انديښنې خورې شوي بلکې دپاکستان دننه هم داحتجاجونو لړۍ روانه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG